د لاسرسي ځای

تازه خبر

د لوی اختر لمونځ د خړ کمر پېښې په یاد کې


 شمالي وزيرستان ميرعلي
شمالي وزيرستان ميرعلي

د شمالي وزيرستان په میرعلي سيمه کې د پي ټي اېم غړو او ځايي خلکو د خړ کمر د پېښې په ياد کې او د علي وزير او محسن داوړ د خوشي کولو لپاره یې په احتجاج کې د لوی اختر لمونځ پر یو سړک باندې ادا کړی او په لاسونو يې تور پټۍ تړلې وې.

د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) د شمالي وزيرستان مشر جمال داوړ وايي دوی له مخکې اعلان کړی وو چې د لوی اختر په ورځ به د خړ کمر د پېښې په ياد کې او د علي وزير او محسن داوړ د خوشېکېدو لپاره احتجاج کوي.

داوړ او وزیر دواړه د سږني کال (۲۰۱۹) د مې پر۲۶مه نېټه د خړ کمر پېښې او له هغې وروسته د سړکغاړې ماین چاودنې په مقدمو کې نیول شوي دي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ په وينا د مې پر ۲۶مه نېټه د شمالي وزیرستان په خړ کمر کې د پاکستانیو عسکرو په ډزو کې د دوی ۱۴ غړي وژل شوي او تر ۴۰ زيات ژوبل دي خو امنیتي ادارې بیا تورې پورې کوي چې د داوړ او وزیر په مشرۍ مظاهره چیانو د دوی پر یوه پوسته برید کړی وو چې پکې د پوځ پنځه تنه ژوبل شوي ول خو د خپل دغه تور سپیانوي لپاره یې هېڅ کوټلی ثبوت نه دی راوړی.

جمال داوړ وايي دوی په ميرعلي کې پر سړک باندې د اختر نمونځ په داسې حال کې وکړو چې زیاترو لمونځ کوونکو تورې جامې اغوستې او په لاسونو يې تورې پټۍ تړلې وې.

هغه زياته کړه دوي په سړک دپاسه لمونځ ځکه کولو چې دوی د خړکمر په پېښه کې د وژل شویو ياد تازه کولو او دا تاثر يې ورکولو چې ټول وزيرستان له دوی سره په غم کې شريک دی.

داوړ دا هم وويل په لاسونو يې تورې پټۍ د علي وزير او محسن داوړ د راخوشېکولو لپاره احتجاجا تړلې وې.

په سړک دپاسه احتجاجا د لوې اختر په نمونځ کوونکو کې شامل د شمالي وزیرستان درپه خېلو محمد نواز چې دا وخت په بنو کې کډوال دی، وويل دا یې پينځم اختر دی په کډوالۍ کې يې تېروي.

وي او اي ډیوه سره په خبرو کې هغه وويل دې ځل له د دي چا نوم هم وا نه خستو او زياته يې کړه په تېر اختر کې محسن داوړ او علي وزير د دوی پوښتنه کړې خو اوس هغوی هم په جېل کې دي ځکه د تپوس يې هيڅوک نشته.

د خړکمر اوسېدونکی صدیق الله وايي په خړ کمر کې د اختر ورځ په غم کې ده ټول خلک غمجن دي ځکه چې د خړ کمر په پېښه کې زيات د دې علاقې خلک وژل شوي وو.

هغه وويل دوی نن سهار اول د خپلو وژل شوو ملګرو قبرونو ته تللي او د هغې وروسته ميرعلي ته راغلي دي.

نن په سوشل ميډيا هم د خړکمر د پېښې، د ارمان لوڼي د وژنې او د بابړې د پېښې د يادولو ترڅنګ د علي وزیر او محسن داوړ او پي ټي اېم د نورو بنديوانو غړو لپاره ډېری کسانو څرګندونې کړي دي.

د عالمزېب مسید مېرمن د سپینې ماڼۍ مخې د انصاف غوښتنه کوله
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:03:42 0:00

XS
SM
MD
LG