د روس وزیراعظم دیمیتري میدویدف ترکمنستان ته تللی او تمه ده چې د کاسپین په لومړنۍ اقتصادي غونډه کې برخه واخلي.
نوموړی به د کاسپین اقتصادي غونډې په څنګ کې د ترکمنستان له ولسمشر قربان قلي بیردي محمدوف سره هم وګوري.
دا په داسې حال کې ده چې محمدوف د جولای له پنځمې شروع شویو دغو غونډو کې چا نه دی لیدلی.
د نوموړي دې غیر موجودګۍ دا ګنګوسې زیاتې کړي چې دی ناروغه دی خو ترکمن چارواکو ویلي ولسمشر یې په رخصتۍ دی.
بیردي محمدوف چې له ۲۰۰۷ کال راهیسې د ترکمنستان ولسمشر دی، حکومت یې د بشري حقونو په سرغړونو او د سیاسي مخالفینو په ځپلو تورن دی.