د لاسرسي ځای

تازه خبر

چین د کشمیر پر موضوع پاکستان ته د ملاتړ ډاډ ورکړی: قریشي


شاه محمود قریشي

پراګ ـ د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي وايي، چین ورته واضحه کړې ده چې جمو کشمیر د مسلې حل یوازې د ملګرو ملتونو په قرادادونو کې موجود دی.

نوموړي اګست پر ۱۰مه په اسلام اباد کې د خبري غونډې پرمهال د چینايي چارواکو په حواله وویل، هند په کشمیر کې یو اړخیزه ګامونه اخېستي چې له وجې سیمه ییز امنیت ته ګواښونه، له بشري حقونو سرغړونې او منفي پایلې مخې ته راځي.

نوی ډیلی په کشمیر کې بدلونونه خپله کورنۍ موضوع بولي او د بهرنیو چارو وزارت یې ویلي دي چې هېچا ته به په خپلو کورنیو معاملو کې د مداخلې اجازه ور نه کړي.

شاه محمود قریشي وړاندې وویل، پاکستان د هند اقداماتو ضد د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته ځي او په دې لړ کې یې د چین مرستې ته اړتیا ده او هغوی یې د ملاتړ ډاډ ورکړی:

"چین یو وارې بیا ثابته کړه چې هغوی په هره بده ګړۍ کې له پاکستان سره ولاړ وي. هغوی نه یوازې دا چې د کشمیر په مسله کې د مرستې باور راکړی بلکې په نیویارک کې خپل استازي ته ویلي چې له پاکستانۍ استازې سره دې په تماس کې واوسي."

شاه محمود قریشي وویل، هند نړۍ ته دا تاثر ورکوي چې دا ګینې د هغوی یوه کورنۍ مسله ده او پاکستان دې پرې شور نه کوي. خو د ده په وینا پاکستان په دې مسله کې ځکه شور کوي چې هند په زوره هلته د ابادۍ د بدلون هڅه کوي.

خو د هند بهرنيو چارو د وزارت وياند روېش کمارد اګست پر نهمه په نوي ډیلي کې يوې خبري غونډې ته په وینا کې وویل، پاکستان د کشمير د ځانګړي حېثيت د ختمولو په اړه د هند د پريکړې حقيقت باید ومني او د دوی په کورنيو چارو کې له لاس وهنې دې ډډه وکړي.

د بهرنیو چارو پاکستانی کارپوه منصور اکبر کنډي د اګست پر ۱۰مه مشال رېډيو ته وویل، پاکستان سره به د کشمیر په معامله د چین په ګډون ځېني اتحادي هېوادونه ملګرتیا وکړي خو له عربي هېوادونو داسې نه څرګندېږي ځکه چې هغوی له هند سره هم نږدې اړیکي لري. نوموړي زیاته کړه، که د ملګرو ملتونو امنیت شورا د پاکستان غوښتنه ومنله نو دا به د هغه هېواد د بهرنیو چارو د پالیسۍ لپاره ډېره ګټوره وي.

د اګست پر پېنځمه هندي حکومت د کشمیر په اړه د اساسي قانون ۳۷۰مه ماده لغوه کړه. هغې دفعې کشمیر ته د دفاعي، بهرنیو او مالي چارو او مواصلاتو پرته په نورو ټولو چارو کې د خپلواکۍ حق ورکړی وو او کشمیر خپل ایین او حکومت لاره.

له نوي بدلون سره سم، د هند اساسي قانون په کشمیر کې عملي شوی دی.

XS
SM
MD
LG