د لاسرسي ځای

تازه خبر

کابل کې د پاکستان سفیر: د کشمیر لانجه له افغانستان سره هېڅ تړاو نه لري


په کابل کې د پاکستان سفارت
په کابل کې د پاکستان سفارت

کابل - په کابل کې د پاکستان سفیر وايي، د کشمیر جنجالونه د افغانستان له جګړې سره هېڅ تړاو نه لري.

د اګست پر پېنځمه د هند حکومت تر خپل واک لاندې د کشمیر ځانګړی اییني حیثیت لغوه کړ.

زاهد نصرالله خان د اګست پر اتمه په کابل کې خبري غونډې ته وویل چې د نوي دلي اقدام غیر قانوني او یو اړخیزه دی او د ملګرو ملتونو له سازمانه غواړي چې د هند دغه ټول تصامیم ناسم اعلان کړي.

د هند د اساسي قانون له مخې د هغه هېواد تر واک لاندې کشمیر مخکې له دې د خپلواکۍ قوانین درلودل.

زاهد نصرالله خان وویل، هند په کشمیر کې ۱۸۰،۰۰۰ سرتېري ځای پر ځای کړي او د سیمې مشرانو پر تګ راتګ یې بندیزونه لګولي دي.

په افغانستان کې د پاکستان سفیر زاهد نصرالله خان
په افغانستان کې د پاکستان سفیر زاهد نصرالله خان

د پاکستان د سفیر په خبره، دغه جنجالونه د افغانستان له مسلې سره هېڅ تړاو نه لري.

زاهد نصرالله خان وویل: "څنګه چې د پاکستان د ملي امنیت کمېټې ویلي، دا خواشینوونکې ده، کله چې پاکستان او نړیواله ټولنه د افغانستانه د جنګ پرختمولو تمرکز کوي، هند د سیمې د بې ثباته کولو لاره انتخاب کړې ده."

نصرالله خان وايي، پاکستان تیار دی چې د ده په خبره، د نوي دلي تېري ته ځواب ووايي.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان د مسلم لیګ مشر او د پخواني وزیراعظم نواز شریف ورور شهباز شریف د اګست پر شپږمه وویل، تر هغې چې د کشمیر مسله حل نه شي، د افغانستان هغه هم نشي هوارېدای.

د ځینو رسنیو د راپورونو له مخې، پخوا تر دې هم د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر د کشمیر جنجالونه د افغانستان له مسایلو پورې تړلي ول.

خو په کابل کې د پاکستان سفیر وايي، وزیراعظم عمران خان د افغانستان د سولې لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکوي.

XS
SM
MD
LG