د لاسرسي ځای

تازه خبر

رسنۍ دې د هند او پاکستان ولس نه پاروي: خبریالان


د هند و پاکستان ترمنځ ترینګلتیا د کشمیر په پلوامې کې تر برید وروسته زیاته شوې
د هند و پاکستان ترمنځ ترینګلتیا د کشمیر په پلوامې کې تر برید وروسته زیاته شوې

پراګ - په پاکستان او هند کې ځېنې خبریالان وايي، ځېنې رسنۍ د دواړو هېوادونو د ترینګلتیا او د فبرورۍ پر ۲۶مه او ۲۷مه د بمباریو په اړه له اصولو سره سمه خبریالي نه کوي.

په پاکستان کې د جنوبي اسیا د ازادو رسنیو سازمان (سیفما) یوه مشر غړي او خبریال امتیاز عالم د فبرورۍ پر ۲۷مه مشال راډیو ته وویل، د دواړو خواو خبریالانو خپله دنده پرېښې او داسې ښکاري چې رسنۍ جنګي شوې دي:

"زما په نظر د دواړو خواو رسنۍ د خپلو ریاستي یا دولتي تګلارو ملاتړې دي او د ملتپالنې غږ یې پورته کړی. په هندیو رسنیو کې دا کار زیات دی او په پاکستان کې تر اوسه کم دی خو دلته هم رسنۍ خلک پاروي او وايي چې موږ یې الوتکه ویشتلې او بدل مو اخیستی. ما ته ښکاري چې د دواړو هېوادونو رسنیو خپله دنده پرېښې. اوس دا جنګي رسنۍ دي."

د هند و پاکستان ترمنځ د فبرورۍ پر ۱۴مه د هند تر واک لاندې کشمیر کې پر سرتېرو تر ځانمرګي برید وروسته فضا خړه شوې او دواړو لوریو د یو بل پر خاورې د بمباریو او ځوابي کارروایۍ دعوې کړې دي.

د کشمیر په پلوامې سیمه کې د برید ذمه واري پاکستان مېشتې جیش محمد وسله والې ډلې منلې.

ما ته ښکاري چې د دواړو هېوادونو رسنیو خپله دنده پرېښې. اوس دا جنګي رسنۍ دي.
امتیاز عالم

د هند د ټایمز اف انډیا ورځپاڼې خبریاله ارتي ټیکو سېنګ وايي، خپله د حقایقو ښودولو هڅه کوي:

"زه کشمیر ته راغلې یم. هغه وخت چې [د پلوامې ځانمرګی] برید چې وشو نو زه له دلي دلته راغلم. زه ډېرو خطرناکو سیمو ته ولاړم. زه د ځانمرګي بریدګر تر کوره ورسېدم. نو زه چې څنګه خبریالي کوم، په پوره مسلکي ډول او اخلاقي ډول یې کوم. زه یوازې واقعیتونه یا حقایق په ډاګه کوم چې دلته څه شوي او څه روان دي."

ارتي ټیکو سېنګ وايي، دا سمه ده چې د هند او پاکستان ځېنو خبریالانو له رسنیزو اصولو سرغړونه کړې، خو لویې رسنیزې ادارې خپل کار پر سم ډول پر مخ وړي:

"کله چې شخړه دومره لویه شي نو بیا خو واقعیتونه قرباني کېږي او حقایق وژل کېږي. همداسې شوي هم دي. دا سمه ده چې یو شمېر خلک او رسنۍ عقلمندانه او پر اخلاقو ولاړه خبریالي نه کوي. خو زه دا وایم چې زما سازمان یعنې ټایمز اف انډیا او یا نورې لویې ورځپاڼې، مسلکي خبریالي کوي."

کله چې شخړه دومره لویه شي نو بیا خو واقعیتونه قرباني کېږي او حقایق وژل کېږي.
ارتي ټیکو سېنګ

خو د پاکستان خبریال امتیاز عالم د ارتي ټيکو سېنګ دریځ نه مني او تور پورې کوي چې دواړو خواو ته رسنۍ خلک پاروي چې دا ډېر خطرناکه عمل دی:

"رسنۍ دې جنګي لېونتوب ته خلک نه پاروي. په رپورټونو کې دې توازن او اعتدال ساتي. حالات دې لا نه خرابوي. په ذمه وارۍ او مسلکیتوب دې کار وکړي. رسنۍ زموږ د ټولنې او خلکو مستقبل په اړه ذمه وارۍ او دندې لري. په جنګونو کې ولسونه تباه کېږي، اقتصاد ړنګېږي او خلک ځورېږي."

هلته د هند او پاکستان یو شمېر فعالانو د فبرورۍ پر ۲۷مه په خپلو څرګندونو او لیکنو کې ویلي دي چې د دواړو خواو خبریالان دې بې طرفه او کره خبرونه ورکوي ځکه چې رسنۍ د ولس د دریځ جوړولو او بدلولو کار کوي.

XS
SM
MD
LG