د لاسرسي ځای

تازه خبر

کشمیر کې نوي بدلونونه به پر سیمه څه اغېز وکړي؟


په کشمیر کې سرتېري د اګست پر پېنځمه موټرسایکل سپاره کسان پوښتنو ته درولي

د اګست میاشت په نیمه وچه (برصغیر)کې له تاریخي پلوه ډېر لوی ارزښت لري چې پکې د اګست پر ۱۴مه پاکستان او د اګست پر ۵امه هند له بریتانوي سلطنته څخه خلاص کړل شول او واک یې په خپلو لاسونو کې واخیستلو خو په دې ازادۍ پسې ځینې ترخې ورځې د وېشلي کشمیر په بڼه کې لاهم پای ته نه دي رسېدلې چې د سږني ۲۰۱۹ز کال د اګست پر ۵مه د هند پارلمان د جمو- کشمير ځانګړي حيثيت هم واړولو. د آيين ۳۷۰مه ماده کې له بدلون سره له جمو کشمير نيمه خودمختاري واخیستل شوه او اوس به په دوو برخو وويشل شي.

خو د کشمير ځانګړي حیثيت ختمول به د اسلام اباد او نوي ډيلي ترمنځ واردمخه ترینګلتیا کوم لور ته بوځي؟ مشال راډيو ته د دې پوښتنې په ځواب کې د سيمه ييزو او سياسي چارو کارپوه افراسياب خټک وايي، د هند تر انتظام لاندې د کشمير ځانګړي حيثيت ختمولو پس د اټومي هېوادونو ترمنځ راپورته شوې لانجه د اندېښنې وړ ده خو پاکستان چې په هېواد دننه له اقتصادي او سياسي مسلو سره مخامخ دی، غواړي به چې له هند سره يې جنګ و نه شي: ''ترینګلتيا به ضرور زياتېږي خو پاکستان له اقتصادي مسلو سره مخ دی او د حکومت او اپوزيشن ترمنځ اختلافات هم ډېر زيات شوي دي نو پاکستان نه غواړي چې له هندوستان سره يې نښته وشي خو بيا هم پاکستان نه شي کولای چې له کشمير مسلې ځان جلا کړي.''

د کراچۍ پوهنتون د جرنلزم څانګې مشر توصيف احمد بیا له مشال راډيو سره په خبرو کې وویل، د کشمير پر مسله د پاکستان او هندوستان ترمنځ د جګړې هېڅ امکان نشته خو د دواړو هېوادونو اسټبلېشمنټې به ترې ګټه اخلي: ''ترینګلتيا به زياتيږي خو د جنګ هېڅ امکان نشته ځکه چې د دواړو هېوادونو پوځونه جنګ نه غواړي. د پاکستان اسټبلېشمڼت چې په ترینګلتيا تکيه کوي له دې به ګټه اخلي او د هند اسټبلېشمڼت به هم له دې ګټه اخلي. د مثال په توګه په پاکستان کې به د استبلېشمنټ بالادستي نوره هم زياته شي. د پوځ مطالبې به زياتې شي. په پاکستان او هندوستان کې به سختدريځي زياته شي چې په وسيله يې مخالفان ځپل کېدلی شي او دا کار د پرمختګ او غربت له منځه وړلو پروړاندې خنډ دی.''

افراسياب خټک وايي پاکستان هڅه کوي چې د کشمير مسله له افغان سولې سره وتړي اوپه امريکا فشار راوړي چې هندوستان د کشمير په اړه له کړې پرېکړې پرشا کړي ګنې بيا به پاکستان په افغان سوله کې خپل رول ادا نکړای شي: ''د بهرنيو چارو وزير په ګډون په حکومت کې ځينې شامل نور غړي له دوو ورځو راهيسې داسې بيانونه ورکوي، که چېرې په پاکستان د هندوستان فشار زيات شي نو پاکستان چې په افغان سوله کې کومه انرژي ورکولای شي، هغه به ورنکړی شي. نو دا يو ډول پر امريکا فشار راوړل دي چې هندوستان راضي کړي خو کاته دې ته دي چې پاکستان به په فشار اچولو کې بريالی شي او کنه؟''

خو پروفسر توصيف احمد وايي چې پاکستان په امريکايي ولس ډونلډ ټرمپ داقسمه فشار نشي راوړی. نوموړی وايي، پاکستان سره لارې ډېرې محدودې دي او ورته به د افغان سولې پروسه بشپړول وي. د يادونې ده چې د پاکستان او هندوستان ترمنځ د کشمير مسلې شااوخوا له اويا کلونو راهيسې راروانه ده چې پر سر يې د دواړو هېوادونو ترمنځ څو وارې جنګ هم شوی دی.

تبصرې وګورئ (۱)

دا فورم بندشوی \ دبحث داخونه بنده شوې

د مشال ویډیوګانې، انځورونه

انځورونه، ویډیوګانې

هغه نجلۍ چې د هلک په نامه یې زده کړې کړي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:03:20 0:00
تفصیل...
XS
SM
MD
LG