پراګ ـ د ایران سرکاري رسنیو د اګست پر ۴مه ویلي، انقلاب ساتونکي ځواک په خلیج فارس کې یوه بهرنۍ بېړی نیولې چې عربي هېوادونو ته یې د تېلو قاچاق کاوه.
اېرنا خبري اژانس د یاد ځواک په حواله ویلي، د فارس جزیرې په خوا و شا کې دې ټینکر بېړۍ ۷۰۰،۰۰۰ لېټره تیل لېږدول.
نیمه سرکاري خبري اژانس فارس ویلي، د جولای پر ۳۱مه د بېړۍ تر نیولو وروسته یې د هغې عملې اووه تنه هم ګرفتاره کړي.
ایران د نیول شویو کسانو د پېژندګلوۍ په اړه څه نه دي ویلي خو تېره میاشت یې د بریتانیې یو ټینکر نیولی وو چې ویل کېږي، دا اقدام د بیړیو د نړیوال قانون څخه سرغړونه وه.
تر هغې وړاندې بريتانوي سمندري ځواکونو د جولای پر څلورمه د جبل الطارق په جنوبي اوبو کې د ګرېس یو په نامه ایرانی ټینکر په دې تور ونيو چې ګوندې د شام لپاره یې تېل بار کړي ول.
ايران هغه مهال له برتانیا غوښتي ول چې په سمدستي توګه دې د دوی ټینکر خوشې کړي کنه نو دوی به هم ورته ګام پورته کړي.
تر هغې وروسته د جولای پر ۱۱مه درو ایرانیو بېړیو په هرمز تنګي کې د برتانیا د تیلو ټانکر د مخې نیولو هڅه کړې ده.
د بریتانيا حکومت د جولای پر ۱۱مه په یوه خبرپاڼه کې وویل، ایران په هرمز تنګي کې د دوی د سوداګریزې بېړۍ د مخنیوي د هڅې په کولو له نړیوال قانونه سرغړونه کړې ده.
په خبرپاڼه کې راغلي ول، د بریتانیا سمندري پوځي بیړۍ لخوا ایرانيو کښتیو ته د خبرداري ورکولو وروسته ایرانۍ کشتۍ پر شا شوې.
په فارس خلیج کې د ۲۰۱۹ز کال د می میاشتې راهېسې حالات ترینګلي دي.