د ايراني پوځ مشر د جولای پر نهمه ويلي چې د بريتانيا د سمندري ځواک لخوا په جبل الطارق کې د ايران تېلو ټانکر نيول به بې ځوابه پاته نه شي.
د ايران نيمه حکومتي اژانس تسنيم د مېجر جنرل محمد باغيري له خولې ليکي چې د بې بنياده پلمو پر اساس د ايران د تېلو ټانکر نيولو په غبرګون کې به ايران خپل مناسب ځواب ووايي.
بريتانوي سمندري ځواکونو د جولای پر څلورمه د جبل الطارق په جنوبي اوبو کې د ګرېس یو په نامه ایرانی ټانکر په دې تور ونيو چې د شام لپاره یې تېل بار کړي و.
لندن ویلي، ټانکر د اروپایي اتحادیې لخوا د لګول شویو بندیزونو سرغړونه کړې خو تهران دا کار غندلی او ناقانونه مداخله یې ګڼلې ده.
ايران د خپل ټانکر په سمدستي توګه د خوشي کولو غوښتنه کړې ده.
د ايران سپاه پاسداران يو کومندان د جولای پر پنځمه په بدل کې د بريتانوي اوګوټ د نيولو ګواښ هم کړی و.
بريتانيې او امريکا د ايران د ټانکر نيولو د اقدام هرکلی کړی و.