د لاسرسي ځای

تازه خبر

ایرانیو کښتیو د بریتانيا تېل وړونکې بېړۍ ودرولو هڅه کړې


عکس له ارشیفه
عکس له ارشیفه

برتانیا ویلي، په هرمز تنګي کې درې ایرانيو کښتیو د برتانیا د تیلو ټانکر د مخې نیولو هڅه کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې تېره اونۍ د جبل الطارق په جنوب کې برتانیا د ایران د تېلو ټانکر د نیولو وروسته تهران و لندن ته ګواښونه کړي.

د بریتانيا حکومت د جولای پر ۱۱مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي درې ایرانيو کښتیو په هرمز تنګي کې د بریتانيا سوداګریزه ټانکر د مخنیوي کوښښ کړی او په دې توګه یې له نړیوال قانونه سرغړونه کړې ده.

په خبرپاڼه کې راغلي، د بریتانیا سمندري پوځي بیړۍ لخوا ایرانيو کښتیو ته د خبرداري ورکولو وروسته ایرانۍ کشتۍ پر شا شوې.

په خبرپاڼه کې برتانیا پر پېښه اندېښنه ښودلې او پر ایران یې غږ کړی دی چې په سیمه کې ترینګلتیا کمه کړي.

بلخوا د فارس خبري اژانس ترمخه د ایران انقلاب ساتونکي ځواک د بریتانوي ټانکر د ودرولو د پېښې خبرونه بې اساسه بللي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG