د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کابل په حمله کې ۲۰ کسان وژل شوي


امنیتي سرتېري د برید په ځای کې عملیات کوي
امنیتي سرتېري د برید په ځای کې عملیات کوي

کابل - چارواکي وايي، د جولای ۲۸مې پر مازیګر د افغانستان د پلازمېنې کابل په ۱۵مه حوزه کې د "زرغون بهیر" پر دفتر په برید کې د وژل شویو شمېر ۲۰ ته رسېدلی دی.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي د جولای پر ۲۹مه پر ټوېټر په بیان کې ویلي چې لومړی دفتر ته نېږدې موټر بم برید وشو او بیا وسله وال ودانۍ ته ورننوتل چې افغان ملي امنیتي سرتېري یې پر ضد وجنګېدل.

د ده په خبره، ټول وسله وال شپې مهال ووژل شول او سرتېرو ۸۵ کسان له ودانۍ څخه محفوظو ځایونو ته انتقال کړل.

رحیمي زیاتوي چې په برید کې لږ تر لږه ۵۰ کسان ژوبل شوي هم دي.

د افغانستان د ولسمشرۍ انتخاباتو ته د ولسمشر اشرف غني لومړي مرستیال څوکۍ ته نوماند او د ملي امنیت پخوانی رییس امرالله صالح د روند سبز یا زرغون بهیر مشر دی.

امر الله صالح د ولسمشر د لومړي مرستیال په توګه انتخاباتو ته نوماند دی
امر الله صالح د ولسمشر د لومړي مرستیال په توګه انتخاباتو ته نوماند دی

یوه عیني شاهد مشال راډیو ته وویل، صالح د حملې پر وخت د ودانۍ دننه وو خو څو شېبې وروسته ورڅخه ووت.

یوې سرچینې د نوم نه ښودو په شرط مشال راډیو ته وویل چې صالح په برید کې "برسېرن ټپي" شوی.

خو د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي ټوېټر په یوه بیان کې ویلي چې "صالح روغ رمټ" له ودانۍ څخه "محفوظ ځای" ته رسول شوی وو.

هلته ولسمشر اشرف غني هم پر ټوېټر په یوه بیان کې ویلي چې د ولسمشرۍ د لومړي مرستیال څوکۍ ته نوماند صالح له بریده روغ وتلی دی.

دا حمله پر داسې مهال شوې چې د جولای پر ۲۸مه په افغانستان کې د ولسمشر اشرف غني په ګډون ۱۸ نوماندانو د ولسمشرۍ راتلونکو انتخاباتو کیمپېن پیل کړ.

د حملې ذمه واري لا چا نه ده منلې.

پر ټوېټر د ولسمشر غني بیان

دا په یوه اوونۍ کې په کابل ښار کې درېیم برید وو.

د جولای پر ۲۵مه، له زړو مکروریانو سره نېږدې په ملي بس څلور لاره کې دوه پرله پسې چاودنې وشوې، تر دې لږ ساعت وروسته د کابل – جلال اباد پر لار د ډېسپېچرۍ په سیمه کې موټر بم برید وشو.

چارواکي وايي، په درېواړو چاودنو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۱۰ کسان ووژل او ۴۱ ژوبل شول.

طالبانو په ډېسپېچرۍ کې د موټر بم برید ذمه واري منلې وه خو په لومړیو دوو چاودنو کې یې لاس لرل رد کړي ول.

تر دې یوه ورځ مخکې، د جولای پر ۲۴مه هم د کابل په ده سبز ولسوالۍ کې چاودنه شوې وه چې پکې د ناټو غوڅ ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې کارکوونکي درې کرویېشیايي سرتېري ژوبل شوي ول.

کرویېشیايي حکومت ویلي، په برید کې له ژوبلو څخه یې یو سرتېری وروسته ومړ.

طالبانو د بهرنیو سرتېرو د ګاډو پر کاروان د حملې ذمه واري منلې وه.

XS
SM
MD
LG