د لاسرسي ځای

تازه خبر

کوټه کې چاودنې ۲ تنه وژلي، ۲۳ ژوبل


د بلوچستان په مرکز کوټه کي په یوه بمی چاودنه کې دوه تنه وژل شوي او ۲۳ نور ژوبل دي. چاودنه د سېشنبې ماښام د کوټې پر شرقي بای پاس له جتک بس تمځي سره هغه مهال وشوه چې ډېری خلک د خپلو کورونو پر خوا روان ول.

د پېښې ژوبل کسان د کوټې لوی سرکاري روغتون ته رسول شوي. د مشال راډيو خبریال ایوب ترین د پېښې په ځای کې د خلکو له خولې وايي، چاودنه دومره زوروه وه چې له امله د ګڼو دکانو او شاوخوا کورونو شیشي هم ماتې شوې دي.

په سیول هسپتال کې د ډاکټرانو په وینا چې د ځینو زخمیانو حالت اوس هم له خطر سره مخامخ دی. له پېښې وروسته په هسپتال کې بېړنی حالت اعلان شوی دی.

بلخوا د بلوچستان پولیسو مرستیال مشر ډي ای جي کوټه عبدالرزاق چیمه ویلي چې په پيښه کې وژل شوي او ټپیان عادي وګړي دي. د سترګو لیدلی حال وايي چې یوه ناڅرګند کس د مېډیکل سټور مخې ته له باروتو ډک موټرسایکل درولی او په تېښته بریالی شوی دی.

  • انځور سایز

    ایوب ترین

    ایوب ترین په کوټه کې د مشال راډیو خبریال دی چې د بلوچستان د پښتون مېشتو سیمو ترڅنګ د هغې صوبې پر سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG