د لاسرسي ځای

تازه خبر

ځینې عناصر افغان سوله نه غواړي: قرېشی


شاه محمود قریشی
شاه محمود قریشی

د پاکستان بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قرېشی وايي هېواد یې په افغانستان کې سوله غواړي خو ځینې عناصر یې مخالفت کوي چې ډېر زر به په ډاګه کړل شي.

نوموړي د جولای پر ۲۷مه په ملتان کې له رسنیو سره په خبرو کې وویل، وزیراعظم عمران خان له لومړۍ ورځې راهیسې ویلي دي چې د افغانستان مسله یواځې په خبرو هوارېدلی شي او اوس امریکا، روس، چین، منځنی ختیځ او یورپي ټولنه د دې دریځ تاید کوي.

شاه محمود قریشي زیاته کړه چې د افغانستان د سولې په بهیر کې د اسلام اباد کردار واشنګټن هم منلی دی.

د جولای پر ۲۲ مه په سپینه ماڼۍ کې له امریکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ سره د ملاقات پر مهال عمران خان ویلي وو چې طالبان به له افغان حکومت سره نېغ په نېغه خبرو ته هڅوي خو طالبانو په یکشنبه وویل له امریکا سره تر موافقې مخکې یې له افغان حکومت سره خبرې امکان نه لري.

کابل او واشنګټن وخت په وخت اسلام اباد تورنوي چې په افغانستان کې د طالبانو د جګړې ملاتړ کوي خو اسلام اباد تل دا تورونه رد کړي دي.

XS
SM
MD
LG