د لاسرسي ځای

تازه خبر

طالبان: له حکومت سره د مستقیمو خبرو موافقه نه ده شوې


په قطر کې د طالبانو دفتر
په قطر کې د طالبانو دفتر

پراګ ـ طالبانو د افغان وزیر دا خبره رد کړې چې ګواکې له افغان حکومت سره د مستقیمو خبرو پلان لري.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهېل شاهین د جولای پر ۲۸مه پر ټوېټر وویل، له افغان حکومت سره یوازې له امریکا سره تر موافقې او له افغانستانه د بهرنیو سرتېرو تر وتلو وروسته خبرې کوي.

په عین وخت کې د طالبانو یوه بل ویاند، ذبیح الله مجاهد ویلي، له حکومتي چارواکو سره د غونډې "هېڅ موافقه" نه ده شوې.

د مجاهد په خبره، کله چې طالبان له امریکا سره یوې هوکړې ته ورسېدل، نو بیا بین الافغاني خبرې پیلوي او ټینګار یې وکړ چې حکومتي استازي اوسمهال په هر راز خبرو کې په شخصي ډول برخه اخلي.

د طالبانو ویندویانو دا څرګندونې تر هغې یوه ورځ وروسته کړې دي چې د افغانستان د سولې چارو وزیر عبدالسلام رحیمي خبریالانو ته وویل، یو ۱۵ کسیزه حکومتي پلاوی له طالبانو سره د "مستقیمو خبرو تیاری کوي."

رحیمي وویل، له "ټولو خواو سره کار ته دوام ورکوي او هیله لري چې په راتلونکو دوو اوونیو کې به په یوه اروپايي هېواد کې له [طالبانو] سره لومړی ملاقات وکړي."

نوموړي نور تفصیل ورنکړ او د اروپايي هېواد نوم یې هم یاد نه کړ.

د اتم پړاو خبرو لپاره د طالبانو مذاکراتي ډله

رحیمي دا خبره پر داسې وخت کړې چې د افغانستان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد په کابل کې دی او ټاکل شوې چې راتلونکې اوونۍ له طالب استازو سره د اتم پړاو خبرو لپاره قطر ته ورشي.

هلته طالبانو د راتلونکي پړاو خبرو لپاره د خپلو مرکچیانو په پلاوي کې د پېنځو نورو کسانو نومونه شامل کړي چې پکې دوه یې د طالبانو د رهبرۍ شورا غړي دي.

د طالبانو دوو لوړپوړو چارواکو د جولای پر ۲۸مه د نوم نه ښودو په شرط مشال راډیو ته وویل، د رهبرۍ شورا قاري دین محمد او محمد زاهد احمدزی او درې نور مشران مولوي جان محمد، مولوي سید رسول حلیم او د سیاسي دفتر ویاند سهېل شاهین به هم د مذاکراتي ډلې غړي وي.

له دې سره د مرکچیانو د پلاوي شمېر ۱۹ ته رسېدلی.

خلیلزاد هم د رحیمي تر څرګندونو وروسته ویلي ول چې د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ خبرې د امریکا او طالبانو تر موافقې وروسته کېږي.

واشنګټن او طالبانو دواړو په وروستیو کې ویلي چې د سولې موافقې ته د رسېدو لپاره یې پرمختګ کړی دی.

طالبانو د ولسمشر اشرف غني له حکومت سره له مستقیمو خبرو مسلسل انکار کړی دی.

خلیلزاد او طالبانو ویلي چې د خبرو په اوو پړاوونو کې زیات بحث له افغانستانه د بهرنیو سرتېرو پر وتلو او د افغانستان خاوره د ترهګرو کارونې ته پر نه پرېښودو شوی.

دوی وايي، د اوربند او له افغان حکومت سره د خبرو په اړه بحث ته دوام ورکوي.

دا مهال په افغانستان کې شاوخوا ۲۰ زره بهرني سرتېري دي چې پکې اکثریت یې د امریکایانو دی.

دوی د ناټو په مشرۍ د غوڅ ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې افغان ملي امنیتي سرتېري روزي او مشورې ورکوي.

XS
SM
MD
LG