د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا، روس، چین او پاکستان له طالبانو غوښتي چې له افغان حکومت سره خبرې وکړي


ارشیف، افغان ولسمشر محمد اشرف غني او د طالبانو د ځينو غړو یو انځور
ارشیف، افغان ولسمشر محمد اشرف غني او د طالبانو د ځينو غړو یو انځور

امریکا، روس، چین او پاکستان په افغانستان کې پر طالبانو غږ کړی چې سمدستي دې اوربند او له افغان حکومت سره نېغ په نيغه خبرو ته راضي شي.

د دغو څلورو واړو هېوادونو استازو د جولایي پر ۱۱مه او ۱۲مه د چین په بیجنګ کې په داسې مهال خبرې وکړې چې د امریکا په مشرۍ کې د افغانستان د سولې مذاکرات هم روان دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د جولایي پر ۱۲مه په یو بیان کې ویلي دغو څلورو واړو هېوادونو ټولو خواوو ته ویلي چې په افغانستان کې دې د تل پاتې سولې او اوربند لپاره ګامونه پورته کړي.

دغو هېوادونو د طالبانو او د افغانستان د ولسمشر اشرف غني د حکومت ترمنځ د نیغ په نیغه خبرو غږ هم کړی دی چې دا شان د سولې یو چوکاټ ژر تر ژره رامنځ ته کړي.

دا بیان له هغې وروسته مخې ته راغلی چې د جولایي پر نهمه طالب استازي او افغان مشران چې پکې د افغانستان ځینې حکومتي کسان هم وو د قطر په دوحه کې په راتلونکیو کې د یو سیاسي حل لپاره په یوې لاره سلا شوي دي.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استاذي زلمي خلیل زاد چې په قطر کې یې له طالب استاذو سره د مذاکراتو اتم پړاو ترسره کړ، د نهمې جولای خبرې یې ډېرې مهمې بللي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG