د لاسرسي ځای

تازه خبر

روسیه کې پولیسو سلګونه مظاهره کوونکي نیولي


د روسیې په سر ښار مسکو کې پولیسو له ۱۰۰۰ زیات کسان چې د اپوزیشن ګوندونو مشران، فعالان او غړي دي نیولي دي.

اپوزیشن ګوندونو د جولای پر۲۷مه وروسته له هغې د مظاهرو اعلان کړی وو چې چارواکو د ښاروالۍ په راتلونکو انتخاباتو کې د مخالفو ګوندونو د امیدوارانو د نامزدګۍ کاغذونه مسترد کړل.

د روسیې د اپوزیشن تر ټولو مهم سیاسي فعال الیکسي ناولني د دغو مظاهرو غږ کړی وو. هغه ویلي وو مظاهرې به تر هغې دوام وکړي چې د رد شويو امیدوارانو نومونه په انتخاباتي فهرست کې شامل کړل شوي نه وي.

په نيول شويو کې هغه سياستوالان هم شامل دي چې د ښاروالې لپاره يې د نامزدګۍ کاغذونه جمع کول.

د مسکو چارواکي وايي مظاهره چیان یې ځکه نیولي چې هغوی په ناقانونه توګه مظاهرې کولې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG