د لاسرسي ځای

تازه خبر

کورمه او وزیرستانونو کې پر انتخاباتي نتیجو اعتراضونه


د خیبر په ۱۰۶مه حلقه کې د رایو اچولو بهیر

د سږني کال د جولای پر۲۰مه نېټه د خیبر پښتونخوا په قبايلي ضلعو کې د صوبايي اسمبلۍ لپاره د ۱۶ څوکيو لپاره د شویو انتخاباتو د ځینو اعلان شویو سرکاري نتيجو خلاف د احتجاجونو لړۍ لاهم روانه ده.

د کورمې، شمالي او جنوبي وزير ستان ځینې ناکامه امیدواران تورونه لګوي چې په ټاکنو کې پراخې درغلۍ شوې دي.

د جنوبي وزيرستان د صوبايي اسمبلۍ له ۱۱۴مې حلقې د ټاکنو اميدوار عارف وزير د جمعې پر ورځ له مشال راډیو سره په خپلو خبرو کې ادعا وکړه چې د دوی د حلقې له ټولو ۹۸ پولینګ سټېشنونو څخه په راوتلیو نتیجو کې ۸۶ ده ګټلي ول او زیاتوي د جمعې په ورځ يې د درغلۍ ثبوتونه د مرکزي اليکشن کميشن په دفتر کې جمع کړي دي.

نوموړی تور لګوي چې درغلۍ پر درېوو پولینګ سټېشونو شوې دي لکه ثبوت يې دا دی چې پر يوه پولینګ سټېشن د رجسټر ووټونو شمېره ۱۱۰۳ ده نو هلته ۱۰۶۸ ووټونه کارول شوي دي.

د ده په خبره په بل پولینګ کې د رجسټر ووټونو شمېره ۱۰۶۰ ده هلته کارول شوې رايې ۱۰۴۵ دي، دغه د اچول شویو رايو شمېر د درغلیو څرګنده ثبوت دی دومره رایې خو په يورپي هېوادونو کې هم نه کارول کېږي.

عراف وزیر وايي په سیمه کې روان احتجاجونه ځايي ولسونو په خپل سر کوي او دا نتيجې نه مني، ځکه چې د دیو په خبره له ما سره زیاتی شوی دی.

همداراز له کورمې او شمالي وزيرستان په انتخاباتو کې ناکامه شوي اميدوران هم ورته اعتراضونه لري، نتيجې نه مني، پر احتجاجونه دي او د خپلو غوښتونو لپاره خبري غونډې کوي خو د خيبر پښتونخوا د ټاکنو کميشن وايي چې د جولاي پر شلمه په قبايلي ضلعو کې د صوبايي اسمبلۍ د ۱۶ څوکيو لپاره د تر سره شوو ټاکنو په نتيجو که څوک هم اعتراض لري نو قانوني لاره دې خپله کړي.

د جمعې په ورځ له مشال راډيو سره په خبرو کې د کميشن ویاند سهيل احمد وويل چې د جولای پر دېرشمه به د کامیابه اميدوارانو رسمي اعلامیه خپره کړي او د اعترضونو لپاره به د اليکشن ټريبيلونو جوړولو اعلامیه هم خپره کړي.

د قبايلي ضلعو د رجسټر ووټونو ټوله شمېره ۲.۸ ميلیونه ده چې پکې د شلم جولای په ټاکنو کې څه کم اوه نيم لکو خلکو خپلې رايې کارولې وې.

XS
SM
MD
LG