د لاسرسي ځای

تازه خبر

"د ګلالۍ اسماعیل پر ضد دې عدالتي پلټنې ختمې شي"


د ارشیف انځور
د ارشیف انځور

د مدني ټولنو نړیوالې اتحادیې پر پاکستاني چارواکو غږ کړی چې د بشري حقونو فعالې ګلالۍ اسماعیل پرضد دې خپله عدالتي پلټنه ختمه کړي.

د ګلالۍ اسماعیل خلاف تر هغې وروسته پلټنې پېل شوې چې کله نوموړې په اسلام اباد کې د مومندو د لس کلنې ماشومې فرشتې مومند د وژنې خلاف په یوه مظاهره کې خبرې وکړې.

پر هغې د پاکستان د ترهګرۍ ضد قانون لاندې د ریاستي ادارو خلاف د خبرو کولو او د ځینې نور تورونه لګول شوي دي.

ګلالۍ اسماعیل په خپله دغه وینا کې ویلي وو چې ریاستي ادارې دې د وژل شوې ماشومې فرشتې کورنۍ ته انصاف ورکړي او په هېواد کې دې د بشري حقونو سرعړونې ودرول شي.

د مدني ټولنو نړیوالې اتحادیې د جون پر اوومه په خپل یو راپور کې د ګلالۍ خلاف د اېف اې ار درجولو غندنه کړې ده.

او د پاکستان له حکومته یې غوښتنه کړې چې د هغې خلاف لګول شوي تورونه دې واپس واخېستل شي.

اتحاديي په خپل بیان کې دا هم ویلي چې ریاستي ادارو د پښتون ژغورنې غورځنګ یو شمېر هغه مشران او غړي نیولي او پرضد یې مقدمې درج کړي چې په دغه هېواد کې د بشري حقونو سوله اییزه مبارزه کوي.

بلخوا د ګلالۍ اسماعیل کورنۍ تور پورې کړی دې چې یو شمېر پولیسانو او استخباراتي افسرانو د جون څلورمې ماښام او دې نه وړاندې هم په اسلام اباد کې د هغوی پر کور چاپې وهلي دي.

XS
SM
MD
LG