د لاسرسي ځای

تازه خبر

ګلالۍ اسماعیل د ډموکراسۍ نړیواله جایزه یووړه


 ګلالۍ اسماعیل د ډموکراسۍ نړیواله جایزه یووړه
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:08:57 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

  د خیبر پښتونخوا د صوابۍ اوسېدونکې ګلالۍ اسماعیل ته په خیبر پښتونخوا کې د مېرمنو د حقونو ، جمهوریت او امن لپاره پر کار کولو د جولايي پر اولسمه نېټه د ً نشنل انډومنټ فار ډیموکرېسي ً  په نامه امریکايي ادارې د ۲۰۱۳م کال د جمهوریت نړیوال اېوارډ ورکړی دی.   د ګلالۍ اسماعیل تر څنګ دا اېوارډ یوازې د نړۍ د درو نورو هیوادونو لکه روس ، زمبابوې او کیوبا درو داسې کسانو ته ورکړل شوی دی چې په خپلو هیوادونو کې یې د جمهوریت او شفافیت لپاره کار کړ دی.   ګلالۍ اسماعیل مشال راډیو ته وویل چې د دې اېوارډ په اخیستلو ځکه ډېره خوشاله ده چې د هغې په وینا ، په نړۍ کې د پښتنو نجونو او مېرمنو د هلو ځلو درناوی شوی دی.   نوموړې له تېرو لسو کالو راهسې د ً  آوېر ګرلزً   په نامه یو داسې تنظیم لري چې نجونه او مېرمنې په خپلو ټولنیزو او سیاسي حقونو خبروي او په ټولنه کې د خپل کردار ادا کولو لپاره هغوی ته روزنه ورکوي.   ګلالۍ اسماعیل ویل چې په پښتنه ټولنه کې له مېرمنو سره کېدونکې بې انصافۍ او ظلم دې ته وهڅوله چې د هغوی د حقونو او پوهاوي لپاره یو تنظیم جوړ کړي.   د ګلالۍ اسماعیل په وینا ،  دوی هر کال تر پنځه زره زیاتو نجونو ته د هغوي د حقونو ،  جمهوریت ، امن او د ژوند په یو شمېر نورو برخو کې روزنه ورکوي.   هغې وویل چې ، پر ظلم خاموشه پاته کېده له ظالم سره مرسته کوي. د هغې په وینا ، پښتنو نجونو او مېرمنو ته په کار ده چې د خپلو حقونو لپاره ږغ پورته کړي.   ګلالۍ اسماعیل زیاته کړه چې په امریکا کې ترلاسه کړي اېوارډ یې حوصله نوره هم مظبوطه کړې ده او اوس به لا په همت او جذبه په پښتنو کې د مېرمنو د حقونو ، په جمهوریت او امن کې د هغوی د کردار لپاره هلي ځلي کوي.

XS
SM
MD
LG