د لاسرسي ځای

تازه خبر

هندی سفارتکار له کلبوشن یادو سره لیدلی شي. پاکستان


کلبوشن يادو ته په پاکستان کې د جاسوسۍ په تور د مرګ سزا اورول شوې ده.
کلبوشن يادو ته په پاکستان کې د جاسوسۍ په تور د مرګ سزا اورول شوې ده.

رويټرز خبري اژانس ليکي، د پاکستان حکومت ويلي دي، هندي سفارتکار ته به اجازه ورکوي چې په دغه هېواد کې بندي د هند بحري ځواک پخواني کمانډر کلبوشن يادو سره وویني.

کلبوشن يادو ته په پاکستان کې د جاسوسي په تور د مرګ سزا اورول شوې ده.

د پاکستان حکومت دا ګام له هغې وروسته اخیستي چې د جولای پر ۱۷مه، د انصاف نړيوال عدالت د کلبوشن یادو مقدمې فيصله کې پاکستان ته امر وکړ چې هندي سفارتکار ته دې له هغه سره د ملاقات اجازت ورکړل شي.

د دې ترڅنګ د انصاف نړيوال عدالت په پرېکړه کې ويلي ول چې پاکستان بايد د کلبوشن په اړه شوې فيصلې ته بیاکتنه وکړي.

رويټرز خبري اژانس د پاکستان حکومت له لوري د جولای پر ۱۸مه، د زيارت په ورځ ناوخته خپور شوي بيان په حواله ليکلې چې د يو ذمه واره رياست په توګه پاکستان به کلبوشن ياديو ته د کونسلر رسايي ورکوي. بيان زياتوي چې د هېواد قانون مطابق به طريقه کار ټاکې.

خبري اژانس ليکې چې کلبوشن يادو په ۲۰۱۶م کې له بلوچستانه نيول شوی وو. هغه ته د جاسوسۍ په تور د مرګ سزا اورول شوې وه.

خو هند وايي، کلبوشن ياديو بې ګناه دي او د ملګرو ملتونو د انصاف نړيوال عدالت ته يې په دي قضيه کې د مداخلت خواست کړی وو.

هند دريځ درلودو چې د کلبوشن یادو مقدمې فيصله غير-منصفانه وه او د پاکستان حکومت هغه ته د سفارتي مرستي له ورکولو انکار هم کړی وو.

رويټرز اژانس ليکې، پاکستان د دې په ځواب کې ويلي ول چې له ګاونډي هېواد سره پر دې معامله د سفارتي مرستو هېڅ تړون نه لري.

اژانس ليکې پاکستان د انصاف نړيوال عدالت فيصله په مجموعې توګه په خپل حق کې بولې ځکه چې عدالت د کلبوشن د سزا ختمولو يا خوشي کولو حکم نه دی کړی.

XS
SM
MD
LG