د لاسرسي ځای

تازه خبر

مور او مېرمنې له کلبوشن یادو سره ولیدل


پاکستان: د جاسوسۍ په تور نیول شوی هندی وګړی کلبوشن یادو له خپلې مور او مېرمنې سره ویني. ۲۵ ډیسېمبر ۲۰۱۷
پاکستان: د جاسوسۍ په تور نیول شوی هندی وګړی کلبوشن یادو له خپلې مور او مېرمنې سره ویني. ۲۵ ډیسېمبر ۲۰۱۷

اسلام اباد - په پاکستان کې د جاسوسۍ په تور له نیول شوي هندي وګړي کلبوشن یادو سره د هغه مور او مېرمنې د دِه هېواد بهرنیو چارو وزارت د دوشنبې ورځ ولیدل.

که څه هم دغه لیدنه تر ۳۰ منټو پورې ټاکل شوې وه خو د کلبوشن یادو په غوښتنه لس منټه نوره وغځول شوه.

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت وایي چې دا له یوه بندي سره لیدنه وه ځکه خو ورته په بهرنیو چارو وزارت کې یو ځانګړی ځای جوړ کړل شوی وو.

د ملاقات پروخت د هندي وګړي کلبوشن یادو او د مور او ښځې ترمنځ یې یوه شیشیه لګول شوی وه چې خبرې یې په ټېليفون کولې.

بهرنیو چارو وزارت کې خبري غونډې ته د وینا پر وخت د یاد وزارت ویاند ډاکټر محمد فیصل وویل، پاکستان غوښتل چې د نوموړي مور او ښځه له خبریالانو سره خبرې وکړي خو د هند چارواکیو ویل چې کورنۍ یې له مطبوعاتو سره خبرې کول نه غواړي.

ده خپلو خبرو کې زیاته کړه چې په دې ملاقات کې د هند سفارت غړې هم موجود و خو هغه ته د خبرو اجازت نه و ورکړې شوې ولې چې دا به بیا د کونسلر رسایي ګڼل کیدا.

''پاکستان هند ته دا وړاندېز کړی و چې د کلبوشن یادو ښځه ورسره ملاقات کولی شی چې ورسره بیا د هند لخوا دا درخواست هم وشو چې د یادو مور ته دې هم د ملاقات اجازت ورکړل شي او په اسلام اباد کې دې د هند های کمېشن یو غړی هم وي. په دې درخواست غور وشو او اجازه ورکړل شوه. په نن ملاقات کې د هند د سفارت غړي موجود ول. هغه کلبوشن یادو لیدلی شو خو هغه ته اجازه نه وه چې د ملاقات پر وخت خبرې واوري او یا خبرې وکړي.''

ده وویل چې دا د کلبوشن یادو او کورنۍ ترمنځ ورستۍ لیدنه وه.

د دوشنبې پر سهار د هندي وګړي کلبوشن یادو مور او ښځه د د دوبۍ له لارې اسلام اباد ته رسېدلې وو چې نن ماښام به د عمان له لارې هند ته ستنېږي.

په ۲۰۱۶ز کال کې په بلوچستان کې د جاسوسۍ په تور نیول شوي کلبوشن یادو ته د پاکستان پوځي عدالت د روان کال په اپرېل کې د پانسۍ سزا اورولې وه.

خو هند ویلي ول چې پر یادو لګېدلي تورونه ناسم دي او د هغه د خلاصون لپاره ټولې هڅې کوي.

XS
SM
MD
LG