د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان دې د کلبوشن سزا ته بیا کتنه وکړي. نړیوال عدالت


د هالېنډ په ساحلي ښار هېګ کې د انصاف نړیوال عدالت
د هالېنډ په ساحلي ښار هېګ کې د انصاف نړیوال عدالت

پراګ: د اروپايي هیواد هالېنډ په ساحلي ښار هېګ کې موجود د انصاف نړیوال عدالت په پاکستان کې هند ته د جاسوسۍ په تور بندي کلبوشن جادهو په اړه خپله پرېکړه واوروله.

د انصاف نړیوال عدالت د کلبوشن جادو په اړه په اورول شوې پرېکړه کې ویلي چې پاکستان دې هغه ته د اورول شوې مرګ سزا په اړه بیا کتنه وکړي.

د یاد عدالت جج عبدالقوي احمد یوسف د جولايي پر ۱۷مه په یاده پرېکړه کې وویل پاکستان په خپل هېواد کې هندۍ کونسلګرۍ ته اجازه نه وه ورکړې چې کلبوشن ته رسايي ولري، د جج په وینا دا یې د ویانا کنونشن له ۳۶مې مادې سرغړونه کړې ده.

ویانا کنونشن د نړیوالو قوانینو په اړه د هېوادونو ترمنځ هغه تړون دی چې د ۱۹۶۹م کال د مې پر ۲۳مه لاسلیک شوی وو.

په ممبۍ کې کسان د کلبوشن جادو له تصویر سره ناست دي
په ممبۍ کې کسان د کلبوشن جادو له تصویر سره ناست دي

د انصاف عدالت وویل چې پاکستان باید په دغه هېواد کې د هند کونسلګرۍ ته اجازه ورکړي چې له کلبوشن جادو سره وویني. خو عدالت د هند دا غوښتنه رد کړه چې هغه دې خوشې کړل شي.

د پاکستان بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قرېشي پر ټویټر پاڼه لیکلي د انصاف نړیوال عدالت پرېکړه د پاکستان کامیابي بللې. د ده په وینا، کلبوشن به په پاکستان کې وي او له هغه سره به د پاکستاني قانون مطابق چلند کېږي.

شاه محمود قرېشي
شاه محمود قرېشي

د هند وزیراعظم نرېندر مودي هم پر ټویټر لیکلي چې د دې پرېکړې هرکلی کوي او دا یې د رښتیا او انصاف بریا بللې ده.

نوموړي لیکلي دي چې دی د انصاف عدالت ته د حقایقو پر پراخه مطالعه ولاړې پرېکړې مبارکي وايي او هیله لري چې کلبوشن جادو به انصاف ترلاسه کوي.

نریندر مودي
نریندر مودي

په اسلام اباد کې د نړیوالو چارو پوه طلعت مسعود وايي، داسې ښکاري چې د انصاف عدالت د هند او پاکستان دواړو خوشاله کولو هڅه کړې ده.

ده وویل، ''له دې څخه دا ښکاري، یو هېواد هم دا نه شي ویلی چې دا پرېکړه د دوی له دریځ سره سمه یې په حق کې شوې ده.''

طلعت مسعود زیاته کړه، ''زما په فکر د دې یو سیاسي اړخ هم شته. که چېرې د هند او پاکستان اړیکې ښه کېږي نو دا ډېره ممکنه ده چې پاکستان په راتلونکې کې په خپل دریځ کې نرموالی راولي.''

طلعت مسعود وویل، پاکستان دا حق لري چې کلبوشن جادو ته د مرګ د سزا پر پرېکړه ودرېږي خو د دې به بې له شکه له هند سره د تاوتریخوالي لا زیاتېدو تر څنګ نور منفي اثرات هم وي.

د هند په نوي ډیلي کې خبریال او شنونکی ادتیا راج کاول وايي ، دا داسې پرېکړه نه ده چې د هند یا د پاکستان کامیابي ورته وویل شي.

نوموړي وویل ، “زما په فکر ،په سفارتي او قانوني توګه د هند دلیلونه تر پاکستان ډېر قوي وو او د انصاف نړیوال عدالت د هند دلیلونه منلي او د هغه یې دفاع کړې ده او دا پر ۴۲ پاڼو له مشتملې دې پرېکړې ښکاري او د هند پرتله د پاکستان بیخې ډېر دلیلونه رد کړل شوي دي”.

ادتیا راج کاول وویل، پاکستان چې کلبوشن جادو ته د هندي کونسلګرۍ رسايي نه وه ورکړې نو هم دا یې ماته او هم دا د هند لویه بریا ده.

پاکستان د ۲۰۱۶م کال د مارچ پر دریمه اعلان کړی وو چې په بلوچستان کې یې د ایران پولې ته نژدې د کلبوشن جادو په نامه د هند داسې جاسوس نیولی دی چې د دوی په وینا د ترهګرۍ په یوشمېر پېښو کې لاس لري.

پاکستاني پوځ د ۲۰۱۶م کال د مارچ پر ۲۵مه داسې ویډیو خپره کړې وه چې نوموړي پکې د هند د استخباراتي ادارې را لپاره کار کول منلي وو.

خو د هند موقف دا دی چې کلبوشن جادو د جندالله په نامه وسله والې ‌ډلې په ایران کې تښتولی وو او بیا یې پاکستاني پوځ ته سپارلی وو او هغوي په وهلو او زور دا خبره په کړې ده.

پاکستانیو چارواکو د ۲۰۱۶م کال د اپرېل پر اتمه د ترهګرۍ ضد عدالت د کوټې په څانګه کې پر هغه ایف ای ار درج کړی وو او د ۲۰۱۷م کال د اپرېل پر ۱۰مه د پاکستان پوځي عدالت هغه ته په ویډیو بیان کې د کړي اقرار په رڼا کې د مرګ سزا واوروله.

هند نوموړي ته د اورول شوې سزا پرضد د ۲۰۱۷م کال د مې پر ۸مه د انصاف نړیوال عدالت ته ولاړ. له هغه راهسې یې مقدمه روانه وه او د ۲۰۱۹م کال د جولايي پر ۱۷مه یې پرېکړه واورول شوه.

کلبهوشن په اسلام اباد کې له خپلې مېرمنې او مور سره د خبرو پر مهال
کلبهوشن په اسلام اباد کې له خپلې مېرمنې او مور سره د خبرو پر مهال

د نړیوالو چارو پوه طلعت مسعود مشال راډیو ته وویل ، په پاکستان کې داسې ډېر کسان شته چې د مرګ سزا ورته اورول شوې دي خو عملي شوې نه دي او کلبوشن جادو ښايي هم داسې په بند کې وساتل شي.

د ده په وینا ، د مرګ سزا په نړۍ کې ډېره ناخوښه ده او په ځانګړې توګه یې اروپايي ټولنه ډېر مخالفت کوي.

ادتیا راج کاول وویل ، پاکستان اوسمهال له اقتصادي ستونزو او د ترهګرو د مالي مرستو مخنیوي نه کولو په څېر تورونو له کبله تر فشار لاندې دی.

د ده په وینا ، پاکستان به په داسې یو وخت کې دا ناپوهه تېروتنه ونکړي چې کلبوشن جادو ته اورول شوې د مرګ سزا عملي کړي.

XS
SM
MD
LG