د لاسرسي ځای

تازه خبر

مریم نواز وايي د "ایین سرلوړۍ لپاره جنګېږي"


مریم نواز وايي احتجاجونه یې د جمهوریت او قانون واکمنۍ لپاره دي
مریم نواز وايي احتجاجونه یې د جمهوریت او قانون واکمنۍ لپاره دي

پراګ - د پاکستان مسلم لیګ (ن) د مشر مرستیالې او د پخواني وزیراعظم لور مریم نواز ویلي، په هېواد کې د قانون واکمنۍ او ایین سرلوړۍ لپاره احتجاجونو ته دوام ورکوي.

نوموړې د جولای پر ۱۸مه د امریکا غږ راډیو له اردو څانګې سره په مرکه کې وویل، هڅې یې یوازې د خپل پلار نواز شریف خوشې کولو لپاره نه دي: "زه یې لور یم او زړه مې غواړي چې د خپل پلار لپاره هر څه وکړم. زه د هغه لپاره مرمۍ هم قبلولای شم خو زه په عین وخت کې یوه پاکستانۍ یم او زما موخه له ادارو سره جنګېدل نه دي، زما موخه دا ده چې په پاکستان کې باید د قانون واکمني وي. په پاکستان کې د جمهوري اصولو او ارزښتونو د پیاوړي کولو اړتیا ده."

مریم نواز وویل د احتساب عدالت پخواني قاضي ارشد ملک له ویډیو څخه جوته شوه چې پر پلار یې لګېدلي تورونه بې بنسټه ول.

که د ځواک په کارولو د دې توازن د وژنې هڅه وشي، نو عدم توازن نه پیدا کېږي بلکې ناورین راځي لکه دا اوس یې چې وینو.
مریم نواز

نوموړې د روانې میاشت په لومړۍ اوونۍ کې د خبري غونډې پر مهال یوه ویډیو ښودلې وه چې پکې قاضي ارشد ملک د ناصر بټ په نوم یوه کس ته وايي، چې د العزیزیه په نوم د فولادو کارخانې په قضیه کې یې د فشار له کبله نواز شریف ته سزا اورولې وه.

د جولای پر اوومه، ملک په یوه بیان کې ویډیو جعلي وبلله.

مشال راډیو هم د هغې ویډیو د کره والي تصدیق نشي کولای او حکومت یې د ساینسي معاینې امر کړی.

شریف اوسمهال په لاهور کې زنداني دی او مریم نواز یې د سزا پر ضد په بېلا بېلو ښارونو کې جلسې کړې دي خو امریکا غږ راډیو ته یې وویل چې په پاکستان کې د جمهوریت او حقونو خوندیتوب لپاره احتجاجي غونډو ته دوام ورکوي:

"لاریونونه به مې یوازې د نواز شریف صاحب د خوشې کولو لپاره نه وي بلکې د قانون واکمنۍ، ایین سرلوړۍ او ووټ ته د درناوي لپاره به وي او له دې سره به د تړلو نورو شیانو، لکه پر رسنیو د بندیز خلاف، هم مبارزه کوم."

ټاکل شوې چې د پاکستان اپوزیشن ګوندونه د جولای پر ۲۵مه د انتخاباتو یو کال پوره کېدو په مناسبت توره ورځ ولمانځي او احتجاجونه وکړي.

اپوزیشن وايي، د ۲۰۱۸ز کال په انتخاباتو کې پراخه درغلي شوې وه خو د پاکستان انتخاباتي کمېشن او حکومت دواړو پاک او راڼه بللي ول.

مریم نواز تور پورې کړ چې په پاکستان کې د قوت او زور په کارولو د ولس د ارادو او استازیتوب د وژنې هڅه شوې ده:

"موږ قانون لرو، ایین لرو. په ایین کې د هرې ادارې حدود او واک مکمل او سپین تعریف او بیان شوي دي. د اسلامي جمهوري پاکستان په ایین کې د خلکو اراده، د خلکو واک او استازیتوب تر ټولو لوړ او مقدم بلل شوي. د پاکستان له ایین او قانون سره سم، حکومت کول د خلکو د استازو کار دی. نو که د ځواک په کارولو د دې توازن د وژنې هڅه وشي، نو عدم توازن نه پیدا کېږي بلکې ناورین راځي لکه دا اوس یې چې وینو."

د پاکستان حکومت د نوموړې تازه څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي خو په تېرو وختونو کې یې دا خبره په بیا بیا کړې چې د قانون واکمنۍ او جمهوري ارزښتونو ته ژمن دی.

XS
SM
MD
LG