د لاسرسي ځای

تازه خبر

د سېنېټ چیېرمېن لپاره حاصل بزنجو د اپوزیشن ګډ کاندید


له ارشیفه
د نېشنل پارټۍ جنرل سېکرېټري میر حاصل بزنجو
له ارشیفه د نېشنل پارټۍ جنرل سېکرېټري میر حاصل بزنجو

په پنجشنبه د اپوزیشن 'رهبر کمېټۍ'د پاکستان سېنېټ چیېرمېن لپاره خپل ګډ کاندید سېنېټر میر حاصل بزنجو ونوماوه.

د پاکستان بیپلز پارټۍ یوه مرکزي مشر او پخواني سېنېټر فرحت الله بابر له مشال راډيو سره په خبرو کې وویل چې په اسلام اباد کې د رهبر کمېټۍ په غونډه کې پرېکړه وشوه چې د سېنېټ چیېرمېن لپاره به د دوی کاندید له بلوچستان څخه د نېشنل پارټۍ جنرل سېکرېټري میر حاصل بزنجو وي.

دغه غونډه د جمعیت علماء اسلام یوه مشر اکرم خان دراني په مشرۍ شوې چې پکې د مسلم لیګ ن شاهد خاقان عباسي، احسن اقبال، د پاکستان پیپلز پارټۍ فرحت الله بابر، نیر بخاري او د پښتونخوا ملي عوامي ګوند سېنېټر محمد عثمان خان کاکړ ګډون کړی وو.

د رهبر کمیټۍ غړي سېنېټر عثمان کاکړ بېګا له مشال راډیو سره په خبرو کې وویل چې په سېنېټ کې د اپوزیشن غړي ډېر دي او په اسانۍ سره به د سېنېټ چیېرمېن صادق سنځراڼي (سنجراني) پرضد د بې باورۍ تحریک بریالی شي.

د اپوزیشن ګوندونو د رهبر کمېټې استازیو د جولای پر نهمه نېټه د سېنېټ د چیېرمین پرضد د بې باورۍ قراداد جمع کړی وو.

بلخوا د تحریک انصاف په مشرۍ حکومتي اتحاد وایي، د سېنېټ د اوسني مشر ملاتړ به جاري ساتي. د حکومتي اتحاد استازي سېنېټر اورنګزیب خان مشال راډیو ته ویلي د سېنېټ د چیېرمېن پرضد د بې باورۍ قراداد به ناکامه وي.

د جون پر ۲۶ مه نېټه په اسلام اباد کې د جمیعت علماء اسلام ف تر سیوري لاندې له ټول- ګوندیزې غونډې پس د اپوزیشن مشرانو یوې خبري غونډي ته ویلي ول چې د جولایۍ پر ۲۵ مه نېټه به د حکومت پرضد په احتجاجي مظاهرو لاس پورې کوي.

د جولای ۲۵مه به د نور پاکستان غوندې بلوچستان کې هم توره ورځ وي: اپوزیشن
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:03:02 0:00

د ۲۰۱۸ز کال پر ۲۵ م جولای په پاکستان کې عام انتخابات شوي ول چې په نتيجه کې يې د عمران خان په مشرۍ تحريک انصاف زياتې چوکۍ ګټلې وې او حکومت يې جوړ کړی وو. اپوزيشن ګوندونه په ټاکنو کې د درغلۍ او داندلۍ تور پورې کوي خو انتخاباتي کمېشن دا الزامونه ردوي. د اپوزيشن د فیصلې په رڼا کې پرون په کوټه کې د مختلفو ګوندونو مشرانو ګډه غونډه وکړه او په ۲۵م جولای يې د تورې ورځې د لمانځلو د تياريانو جاج واخیست.

​د عوامي نېشنل ګوند مشر اسفندیار ولي خان هم ویلي، د روانې میاشتې پر پینځویشتمه نېټه به د حکومت پرضد د اپوزیشن ګوندونو په احتجاجي تحریک کې برخه اخلي.

د جولای پر لسمه نېټه د پیښور په نښتر هال کې د ګوند د وژل شوي مشر هارون بلور د لومړي تلین په مناسبت یوې غونډي ته په وینا کې اسفندیار خان زیاته کړه، چې په پېښور کې به دی، افتاب احمد خان شېرپاو او مولانا فضل الرحمان د احتجاجي تحریک مشري کوي.

XS
SM
MD
LG