د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلاول او مریم وايي د حکومت خلاف تحریک پیلوي


د ارشیف انځور
د ارشیف انځور

اسلام اباد ـ د مسلم لیګ(ن) او پاکستان پیپلز ګوند مشرانو د جون پر ۱۶مه په لاهور کې په یوه مهمه لیدنه کې په دې خبره ټینګار وکړ چې اپوزیشن به د حکومت لخوا وړاندې کړل شوی بجټ منظورېدو ته نه پرېږدي.

د پاکستان پیپلز ګوند د مشر بلاول بوټو زرداري او د مسلم لیګ (ن) د مرستیالې مشرې مریم نواز ترمنځ په دې ملاقات کې د عدلیې د ژغورلو، په ملک کې د ګرانۍ د مخنیوي او د حکومت خلاف د ممکنه تحریک د چلولو په اړه هم خبرې وشوې.

له دې لیدنې وروسته که څه هم تمه کېده چې مریم نواز او بلاول بوټو زرداري به ګډې خبري غونډې ته وینا وکړي، ولې داسې ونه شول. البته د دواړو لخوا چې کوم بیانونه خپاره شوي، په هغو کې ویل شوي چې دواړو چارواکو پر دې خبره هماهنګي ښکاره کړېده چې د حکومت ضد به د ممکنه تحریک د چلولو لپاره خپلې هلې ځلې تندوي.

د لاهور په جاتي امرا کې دا ملاقات د مریم نواز په بلنه ترسره شو او دا په داسې حال کې ده چې د دواړو ګوندونو مهم مشران نواز شریف، حمزه شهباز، اصف علي زرداري او فریال ټالپور د احتساب د قامي ادارې یا نېب لخوا په بېلا بېلو دوسیو کې نیول شوي دي.

تر دې وړاندې په تېره مې میاشت کې هم بلاول بوټو زرداري او مریم نواز د یو شمېر نورو سیاستوالو سره یو ځای په غونډه کې پرېکړه کړې وه چې د واکمن تحریک انصاف ګوند خلاف به د شریک سنګر نه سیاسي مبارزه پیلوي چې لا تر اوسه شروع شوی نه دی.

که څه هم دا نه دي ویل شوي چې د پاکستان د اپوزبشن ګوندونه به د مولانا فضل رحمان په مشرۍ کې ټولګوندیزه کانفرانس کله غواړي؟ خو د بلاول او مریم نواز ترمنځ په ملاقات کې ویل شوي چې دوی به په دې اړه د نورو سیاسي ګوندونو سره هم خپلې خبرې شریکوي.

له دې ملاقاته وروسته د پاکستان تحریک انصاف ګوند یو مشر او د ساینس او ټېکنالوژۍ وزیر فواد چودري وویل، بلاول او مریم نواز صرف ملاقاتونه کوي، د احتجاج وس یې نشته.

فواد چودري وايي، مریم نواز او بلاول په قیمتي ګاډو او په ګران بیه کورونو کې د غریبانو د حقونو خبرې کوي.

XS
SM
MD
LG