د لاسرسي ځای

تازه خبر

اپوزیشن ګوندونو د حکومتي تګلارو ضد غونډه کړې


د اپوزیشن ګوندونو غونډه د مولانا فضل الرحمان په مشرۍ کېږي

اسلام اباد - د جون پر ۲۶مه، د پاکستان جمیعت علمای اسلام (ف) په مشرۍ اپوزیشن ګوندونو د هېواد اقتصاد او حکومتي تګلارو پر ضد د تحریک پر موضوع غونډه کړې.

د مولانا فضل الرحمان په مشرۍ او کوربه توب د اسلام اباد غونډې ته د اپوزیشن مسلم لیګ (ن) او پیپلز ګوند په ګډون د یو شمېر ګوندونو مشرانو او سیاستوالانو ګډون کړی او د حکومت ضد یې د تحریک پر څرګنوالي بحث کړی دی.

غونډې ته د جماعت اسلامي مشران نه دي ورغلي. دې ګوند ویلي چې په خپل نوښت ټولګوندیزه غونډه جوړوي، او وايي چې د جمیعت علمای اسلام (ف) په مشرۍ کنفرانس اصلاً د مسلم لیګ او پیپلز ګوند د اجنډې پر اساس کېږي.

د عوامي نیشنل ګوند یو مشر میا افتخار حسین مشال راډیو ته وویل، په خبرو کې دا وړاندیز وشو چې د جولای پر ۲۵مه دې د ګوندونو سیاستوالان او ملاتړي په ټول پاکستان کې احتجاجونه وکړي او د تورې ورځې په توګه دې یې ولمانځي.

د ۲۰۱۸ز کال د جولای پر ۲۵مه په پاکستان کې پارلېماني انتخابات وشول او د الېکشن کمېشن له نتیجو سره سم، تحریک انصاف ګوند پکې زیاتې څوکۍ وګټلې او حکومت یې جوړ کړ.

له هغه وخت راهیسې اپوزیشن ګوندونو په انتخاباتو کې د درغلۍ تور پورې کړی چې انتخاباتي کمېشن رد کړی.

د اپوزیشن ګوندونو په غونډه کې د حکومتي تګلارو پر موضوع دا سپارښتنه هم شوې چې د سېنېټ مشر صادق سنجراني ضد دې د عدم اعتماد اقدام وشي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د روژې په میاشت کې ویلي ول چې که اپوزیشن دا ګڼي چې احتجاجي غورځنګ به هېواد ته ګټه ورسوي، نو دا کار دې وکړي.

اپوزیشن وايي، حکومت د اقتصاد په سمولو کې پاتې راغلی او د ۲۰۱۹-۲۰ مالي کال لپاره یې داسې بجټ وړاندې کړی چې متوسطې طبقې او بېوزلو خلکو ته تاوان رسوي.

د تحریک انصاف په مشرۍ وفاقي اېتلافي حکومت وايي، اقتصادي مشکلات ورته له تېرو حکومتونو څخه په میراث کې پاتې دي چې د هواري هڅې یې کوي.

حکومت وايي، د دې لپاره یې د پیسو له نړیوال صندوقه (ای اېم اېف) د پور پر شرطونو ابتدايي موافقه کړې او له چین، سعودي عرب، متحده عرب اماراتو او قطره هم پیسې اخلي.

حکومت همداراز، دریځ لري چې د ټیکسونو نظام سمولو له لارې د ګټې زیاتولو، د برامداتو لوړولو او حکومتي لګښتونو کمولو له لارو اقتصادي حالت سموي.

XS
SM
MD
LG