د لاسرسي ځای

تازه خبر

د اپوزېشن مشران ولې نیول کېږي؟


د اپوزېشن ګوندونو مشران
د اپوزېشن ګوندونو مشران

په پاکستان کې د درغلیو په تور د اپوزېشن مشرانو نیول کېده دوام لري او تازه پېښه یې د پنجاب په اسمبلۍ کې د اپوزېشن مشر او د پاکستان مسلم لیګ نواز مخکښ حمزه شهباز ګرفتاري وه چې د جون پر ۱۱مه ونیول شو.

تر هغه یوه ورځ وړاندې د جون پر ۱۰مه د پاکستان پپلز ګوند شریک چېرمېن او پخوانی ولسمشر اصف علي زرداري په اسلام اباد کې ونیول شو.

د مسلم لیګ نون قاید نواز شریف وار له مخه سزا شوی او د لاهور په کوټ لکپت زندان کې بندي دی.

د سیاسي چارو پوهان وايي د اپوزېشن ګوندونو دا دریځ پرځای دی چې یوازې د دوی احتساب روان دی.

لیکوال او شنونکی ضیاالدین وايي، وزیر اعظم عمران خان تر انتخاباتو وړاندې لا د دې کسانو نومونه اخیستي ول چې اوس یو په یوه نیول کېږي.

ده وویل، په ملک کې چې دا وخت کومې جدي ستونزې دي ، ښايي حکومت له هغوی څخه د ولس پام اړولو لپاره اپوزېشن ته لاس اچولی دی.

د ده په وینا: “د ملک اقتصادي حالت خراب دی، وکیلان ناراضه دي، په شمالي وزیرستان کې پر پي ټي ایم تر برید وروسته هغه مسله جدي شوې ده او د بلوچستان حالات هم ښه نه دي. نو دې هر څه ته په کتو داسې ښکاري چې حکومت ښايي د ولس پام اړولو لپاره دا فکر کړی وي چې د اپوزېشن ګوندونو مشران ونیسي.”

زرداري په لس ورځني جسماني ریمانډ نېب ته وسپارل شو

د جنرالانو پاکستان او نوي پاکستان کې هېڅ فرق نشته: بلاول

نیب حمزه شریف هم ونیولو

په پاکستان کې سیاسي حالات په داسې وخت کې د لا خرابۍ لور ته روان دي چې د واکمن تحریک انصاف په وینا، دوی هڅه کوي چې د تېرو حکومتونو له ګډوډۍ څخه ملک وباسي.

خو د سیاسي او اقتصادي چارو پوه رفیع الله کاکړ وايي، حکومت چې کومه لار خپله کړې ده هغه به پر اقتصاد لا منفي اغېز وکړي.

نوموړي وویل، “کوم خلک چې له بهره راځي او دلته سرمایه کاري کوي هغوی له سیاسي ناکرارۍ ډېر بد وړي، نو هغه نه راځي. او بل پلو به په ملک کې دننه د احتجاجونو او مظاهرو یو سلسله پیل شي. نو دا هر څه به د ملک پر اقتصاد ډېر منفي اغېر وکړي.”

د تحریک انصاف د قومي اسمبلۍ غړي اقبال اپرېدي د بجټ په اړه د وزیر اعظم په مشرۍ تر شوې غونډې وروسته مشال راډیو ته وویل، دوی هڅه کوي چې ملک له اقتصادي بحرانه وباسي.

د ده په وینا، تحریک انصاف به په ملک کې د درغلیو د مخنیوي لپاره له ولس سره کړې وعدې پوره کوي.

هغه زیاته کړه: “زموږ هدف دا دی چې د ملک ادارې خپلواکې کړو. پخوا به چې دې ادارو د درغلیو مخه نیوله نو هغوی به له خپل کاره را ایسارې کړل شوې. پخوا به درغلۍ کونکو ته رعایت ورکول کېدلی او بخښل کېده به خو موږ هغه کار اوس ختم کړی دی. ادارې ازادې دي او چې هر ځای درغلۍ کېږي باید د هغه مخه ونیسي.”

د سیاسي چارو پوهانو دا هم وویل چې د ګرفتاریو سلسله ښايي دوام ولري او په راتلونکو څو ورځو کې به د اپوزېشن ګوندونو یوشمېر نور مشران هم ونیول شي.

دا په داسې حال کې ده چې د اپوزېشن ګوندونو د مې په پیل کې ویلي ول چې په جون میاشت کې به د حکومت پرضد د احتجاج لپاره ګډه تګلاره جوړوي.

XS
SM
MD
LG