د لاسرسي ځای

تازه خبر

د مالاکنډ ډیویژن ټول قاضیان مستقل شول


د خيبر پختونخوا اسمبلۍ د نهې په ورځ يو قانون پاس كړو چې له مخې به یې په ملاكنډ ډیويژن كې د ټولو هغو علاقايي قاضيانو نوكرۍ مستقلې کېږي چې په ۱۹۹۴ كال كې په عارضى توګه په کار ګومارل شوي وو.

دابل د پښتونخوا صوبې د قانون وزیر ارشد عبدالله په اسمبلۍ کې وړاندې کړو، هغه له مشال راډيو سره په خبرو کې وویل :

(( دې قاضیانو له تېرو ۱۵ او ۱۶ کلونو راهیسي کارکولو او له موږه یې غوښتنه وکړه چې نوکرۍ یې مستقلې کړو او اوس دا فیصله وشوه چې هغوی پاخه کړو.))


داهغه قاضیان دي چې په ملاکنډ ډویژن کې د مولانا صوفي محمد د غورځنګ نه پس د شرعي نظام د چلولو لپاره ګمارل شوي وو.

دخیبر پښتون خوا اسمبلۍ داقانون په داسې وخت کې پاس کړو چې دنهې په ورځ یې خپل څلور پارلیماني کلونه پوره کړل.
XS
SM
MD
LG