د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستانۍ میډیا تر دړکو لاندې ده


د بې پولې خبریالانو سازمان په خپل یو تازه راپور کې ویلي چې په اسیا کې تر ټولو فعاله میډیا د پاکستان ده خو اوس په هېواد دننه د طاقتورو ډلو له خوا د دړکو ښکار ده.

د بې پولې خبریالانو سازمان (رپورټرز سینس فرنټیرز) د یوه تازه راپور تر مخه پاکستان د بیان ازادۍ په حواله د نړۍ په ۱۸۰ هېوادونو کې په ۱۳۹ ځای کې راغلی دی.

د راپور تر مخه په پاکستان کې له تېرو څو میاشتو راهیسې د ریاستي او غیرریاستي عناصرو له خوا په خبریالانو ښکاره بریدونه شوي دي او تراوسه هېچا ته هم تر قانون لاندې سزا نه ده ورکړل شوې.

په قبایلي سیمو کې د خبریالانو اتحادیې پخوانی مشر صفدر داوړ وايي، په سیمه کې خبریالان د دړکو او بریدونو ښکار دي او ډېر داسې دي چې له ویرې يې نور روزګارونه پیل کړي دي. نوموړی زیاتوي تراوسه يې ۱۵ خبریالان ملګري وژل شوي دي.

صفدر داوړ زیاتوي د وژل شویو خبریالانو له کورنیو سره د حکومتي یا میډیا ادارو له خوا هېڅ مرستې نه دي شوي.

په پاکستان کې د بیان ازادۍ حقونو لپاره کارکوونکې یوې ادارې فریډم نیټورک مشر اقبال خټک وايي، د قبایلي سیمو او خیبر پښتونخوا په ګډون د پاکستان په نورو برخو کې هم خبریالان له ډېر فشار او ګواښونو سره مخامخ دی.

نوموړی وايي له ۲۰۰۲ز کاله راهیسې تراوسه په پاکستان کې ۱۱۷ خبریالان وژل شوي دي خو تر اوسه د دوی د وژنو ذمه وارو ته سزاګانې نه دي ورکړل شوې.

د بې پولې خبریالانو د سازمان په راپور کې ویل شوي چې د بریدونو له کبله اوس ډېر خبریالان او د میډیا ادارې هغه راپورونه نه خپروي چې د طاقتورو ډلو د ناراضګۍ سبب ګرځي چې له کبله ورسره په هېواد کې جمهوریت هم اغېزمن شوی دی.

XS
SM
MD
LG