د پاکستان پیپلز ګوند مشر په انتخاباتو کې د مرکزونو دننه او بهر د پوځ په ګومارنه نیوکې کړي دي.
بلاول بوټو زرداري د جولای پر پنځمه په چارسده کې یوې جلسې ته په وینا کې وویل، ان د پوځي مشرانو په وخت کې هم پوځیان د انتخاباتي مرکزونو دننه او بهر نه دي ګومارلي شوي.
هغه وېره څرګنده کړه چې ښایي د تېر په څېر د قبایلي ضلعو په ټاکنو کې هم درغلي وشي.
بلخوا واکمن تحریک انصاف په ټول ټاکنو کې د درغلۍ خبرې تل رد کړي دي.
په قبایلي ضلعو کې د خېبر پښتونخوا اسمبلۍ په ۱۶ څوکیو د روانې میاشتې پر۲۰مه انتخابات کېږي.
پاکستان ټاکنو کمیشن د امنیت په خاطر په انتخاباتي مرکزونو کې دننه او بهر د پوځي عسکرو د ګومارلو ویلي دي.