د ترهګرۍ ضد صوبايي ادارې په یوه بیان کې ویلي چې دغه وسله وال له ګجرات ښار سره نزدې په یو مهم سړک په امنیتي ځواکونو د حملې لپاره ورغونډ شوي ول. د دې بیان ترمخه وژل شويو مشکوکو وسله والو په ۲۰۰۷م کال کې د هوايي ځواکونو په یو بس برید کې هم لاس درلود. په دې برید کې یو شمېر کسان وژل شوي وو.
پاکستانیو وسله والو طالبانو لا په دې اړه هېح نه دي ویلي، چې وړاندې یې د ۲۰۰۷ ز کال د برید په ګډون ګڼ هغه ترسره کړي دي.
د بشري حقونو فعالانو په تېر کې پر پاکستانیو چارواکیو له عدالته لیرې وژنو تورونه پورې کړي.
دا خبره د قاضي وقار احمد سېټ په مشرۍ د اسلام اباد یوه ځانګړي عدالت پر داسې مهال وکړه چې حکومت د قضیې لپاره د خپلو نویو وکیلانو ډله وټاکله.
پروېز مشرف له ۲۰۱۶ز کال راهیسې په دوبۍ کې اوسي او د ډېسېمبر پر درېیمه یې په یوه ویډیويي پیغام کې ویلي ول چې ناروغه دی نو ځکه هېواد ته نشي ستنېدای. مشرف د غدارۍ له تورونو انکار کوي.
په پرونۍ (پنجشنبې) اورېدنه کې عدالت وویل، حکومتي وکیلانو ته د دلیلونو ورکولو لپاره تر یوې اوونۍ زیات وخت نشي ورکولای.
پروېز مشرف د خپلې واکمنۍ پر مهال په ۲۰۰۷ز کال کې بیړنی حالت اعلان کړی وو چې له کبله یې ورباندې د غدارۍ مقدمه درج شوه.
دغې نړیوالې ادارې پرون پنجشنبې (نومبر ۵مه) په یوه خبرپاڼه کې وویل، له تېرې یکشنبې څخه د دې اونۍ تر شنبې ورځې پورې ۱۱۵۵۴ افغانان له ایران او ۲۳۳ تنه له پاکستان څخه خپل هېواد ته ستانه شوي دي.
خبرپاڼه زیاتوي چې له دې ډلې ۶۳۹۱ افغان کډوال له ایران او ۱۰ تنه له پاکستان څخه په جبري ډول او نور په خپله خوښه هېواد ته ستانه شوي دي.
د ای او ام په وینا، د روان کال له پیله له ۴۶۰ زرو زیات افغانان له ایران او له ۱۸ زرو زیات له پاکستان څخه هېواد ته ستانه شوي.
خبرپاڼه زیاتوي چې له دې ډلې څخه ۱۹۳ زره افغانان له ایران او له ۲۵۵۰ زیات نور له پاکستان څخه په جبري ډول ایستل شوي دي.
د پاکستان سرکاري راډیو د یو خبر له مخې د دسېمبر پر څلورمه د سعودي عرب په مکه ښار کې د پاکستان مذهبي چارو وفاقي وزیر نورالحق قادري د سعودي عرب مذهبي چارو له وزیر ډاکټر محمد بنتان سره ولیدل او د پاکستانيو حاجیانو د شمېرې زیاتولو په اړه یې یوه لوظنامه لاسلیک کړه.
په دغه وخت دواړو مشرانو ''تر مکې پور لار پروژه'' باندې هم خبرې وکړې.
د کړمی شامېري کلي جلال مسود وايي، د کور مخې ته یې څه اله پرته ده چې د ده په اند کېدای شي ماین وي خو د لیرېکولو لپاره یې امنیتي اهکار نه ورځي.
بلخوا د جنوبي وزیرستان ډپټي کمشنر حمید الله خټک د ماین پاکونې عمل د ودرېدو خبرې ردوي او وايي، ټیمونه یې هرې سیمې ته ورځي.
نوموړي هېله څرګنده کړې چې ټولې سیمې به له ماینونو پاکوي.
د کندز په دشت ارچي ولسوالۍ کې ۴ تنه سیمه ییز پولیس وژل شوي دي.
ددې ولایت په دشت ارچې ولسوالۍ کې یوې امنیتې سرچینې د نوم د نه ښودلو په شرط نن چهارشنبې ازادي راډیو ته وویل، چې تېره شپه وسله والو طالبانو ددغې ولسوالۍ اړوند پر امنیتي پوستو برېد کړي وو او په نتیجه کې ۴ تنه سیمه پولیس وژل شوي او ۶ تنه نور ټپيان شوي دي.
بل خوا د کندز د امنې قوماندانۍ ویاند انعام الدین رحماني په دشت ارچې ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو پرپوستو د طالبانو برېد تاییدوي او زیاتوي، چې په دې برېد کې دواړو خوا ته مرګ ژوبله اوښتې خو دقیق شمېر یې نه دې معلوم.
په ورته مهال کې ذبیح الله مجاهد چې ځان د وسله والو طالبانو ویاند معرفي کوي د ګڼو پولیسو ته د اوښتې مرګ ژوبله ادعا کوي.
د ننګرهار ولایت د کانال عمومي ريس وايي، سږ کال به شاوخوا ۲۰۰ ټنه د زیتون تیل په دې ولایت کې تولید شي.
د دې ولایت د کانال عمومي رئیس پرویزعلي نن ازادي راډیو ته وویل، تیرکال په ننګرهار ولایت کې شاوخوا ۵۰ ټنه د زیتونو تیل تولید شوي وه چې، سږکال به دغه رقم ۲۰۰ ټنو ته پورته شي.
د ښاغلي علي په خبره، هیله شته چې، سږکال له دې محصول څخه ۱۵ میلیونه افغانۍ عواید ترلاسه شي.
د یو بل خبر له مخې، سږکال په ننګرهار کې د ستروسو تولیدات هم د تیرکال په پرتله دوبرابره زیات شوي.
د ننګرهار د عمومي کانال رئيس پرویز علي وايي، تیرکال ۱۵۰۰ ټنه ستروس تولید شوي وه خو سږکال دغه رقم ۲۵۰۰ ټنو ته لوړ شوي.
د فرانسې او د امريکا متحدو ايالتونو ولسمشرانو له روسيې سره د هراړخيزو مذاکرو غوښتنه وکړه.
ايمانويل مکرون پرون په لندن کې د ناټو د سرمشريزې پر لومړۍ ورځ له روسيې سره د ستراتيژيکو مذاکرو پر اهميت ټينګار وکړ، خو زياته يې کړه، چې د ناټو متحدان بايد له دغه هېواد سره نور هم په پرانيستو سترګو مذاکرو ته کښېني.
دغه ګډ خبري کنفرانس ته د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وويل، چې له روسيې سره د مذاکرو ملاتړ کوي او تر دې مخکې يې په دې اړه کمپاين هم کړى دى.
ولسمشر ټرمپ زياته کړه، چې امريکا او فرانسه د تجارت پر سر له ځينو وړو اختلافونو سره- سره د پانګونو په اړه د نظر توافق لري.
د روسيې ولسمشر ولادمير پوتين تر دې مخکې ويلي وو، چې هېواد يې د ګډو خطرونو، له دې جملې د ټروريزم په وړاندې د مبارزې لپاره له ناټو سره همکارۍ ته چمتو دى.
د ناټو د غړو هېوادونو رهبران پرون د بريتانيا د ملکې دويم اليزابت مېلمانه وو، وروسته د صدراعظم بوريس جانسن استوګنځي ته ورغلل.
په لندن کې د ناټو پوځي تړون د اويايمې کليزې په مناسبت د ناټو سرمشريزه نن چهارشنبه هم دوام کوي، چې د نړۍ پر مهمو موضوعاتو په کې بحث کېږي.
د ناټو مشرانو په دوه ورځنۍ غونډه کې د ترهګرۍ پرضد د مبارزې په برخه کې په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموریت پر ملاتړ ټينګار وکړ.
د ناټو نظامي سازمان مرستيال ویاند پیرز کزالي ازادي راډیو ته وویل، د دوی له هڅو یوه دا ده چې په افغانستان کې د داعش ډلې د فعالیت مخه ونيسی.
ښاغلي کزالي وویل، ناټو په افغانستان کې د سولې د هڅو ملاتړ کوي.
ده زیاته کړه: "مهمه دا ده چې طالبان په ریښتونې ژمنې سره د مذاکراتو مېز ته کښیني. په دې معنا چې مصالحې ته حاضر شي او یوشمېر مسایل ومني. که داسې وشي، د سولې توافق ته به ښه فرصتونه برابر شي."
دا په داسې حال کې ده چې د امريکا ولسمشر ډونالد ټرمپ افغانستان ته خپل ناڅاپي سفر بریالی وباله.
ولسمشر ټرمپ د خپل سفر پر مهال اعلان وکړ چې د امريکا او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې بیرته پیل شوي دي.
ناټو په دې اړه د روسیې او چین په ګډون د سیمې له هېوادونو غواړي چې د افغانستان په سوله کې خپل رول ولوبوي.
په سرمشریزه کې ټول ۲۹ متحدین د اتحاد د سیاسي راتلونکې په اړه له د اختلافاتو په اړه له غونډې مخکې خبرې کوي.
فرانس،ترکیه او امریکا د ناټو په اړه متضاد دریځونه لري. امریکایي ولسمشر ډونلډ ټرمپ پوښتنه راپورته کوي چې ولې واشنګټن د مغرب دفاع کوي. نوموړي پر ناټو هیوادونو غږ کړی چې د دې لپاره بودیجه زیاته کړي.
تمه کیږي چې کاناډا،ترکیه او اروپا تر ۲۰۲۴مه ناټو ته ۴۰۰بلیونه ډالر ورکړي ترڅو د ټرمپ غوښتنه څه نا څه پوره شي.
همدا راز پر ترکیه له روسيې څخه پر هغه هوايي دفاعي سیسټم اخیستلو هم نیوکې کیږي چې د ناټو له سیسټمونو سره سمون نه خوري.
د دې ترڅنګ واشنګټن په شام کې د کرد جنګیالیو پر ضد د ترک ولسمشر رجب طیب اردګان پر تګلاره انتقاد کوي. د شمالي اټلانټيک دغه تړون په ۱۹۴۹م کال کې امريکا، کاناډا او ۱۰ اروپايي هېوادونو جوړ کړی و چې مقصد يې د هغه وخت د شوروي اتحاد د پراختيا اندېښنو د مخنيوي لپاره اجتماعي دفاع وه.
په افغانستان کې د امریکايي او ناټو ځواکونو عمومي قومندان جنرال سکاټ میلر وايي، د داعش ډلې له لاسه د هغو سیمو په وتلو چې له څو کلونو راهېسې پرې ولکه ټینګه کړې وه، د دې وسله والې ډلې د جلب و جذب او پلان جوړونې وړتیا کمه شوې ده.
خو نوموړې خبرداری ورکړی چې د اسلامي دولت وسله واله ډله که پر سیمو واک هم ونه لري، لا هم افغانستان ته یو ګواښ دی او هغو وسله والو ته یې چې په حرکت کې دي او په ښاري سیمو کې یې پټو ځالو ته پاملرنه پکار ده.
جنرال سکاټ میلر دا څرګندونې د یکشنبې په ورځ نیویارک ټایمز ورځپانې سره په یوه مرکه کړي دي.
نوموړی دا خبرې په داسې حال کې کوي چې په وروستیو کې د افغانستان په ختیځ ننګرهار کې پرلپسې سلګونه داعش جنګیالي افغان امنیتي ځواکونو ته تسلیم شول او افغان ولسمشر محمد اشرف غني رسما د افغانستان په ننګرهار ولایت د داعش د دلې ماتې اعلان کړه.
د تازه راپورونو له مخې د ننګرهار ولایت چارواکو ویلي چې د داعش ډلې ۴۹ نورو وسله وال د یکشنبې په ورځ په اچین ولسوالۍ کې له خپلو ښځو او ماشومانو سره افغان ځواکونو ته تسلیم شوي دي.
د یو بل خبر له مخې په افغانستان کې د ناټو عمومي قومندان جنرال سکاټ میلر نن شبرغان ته تللی او هلته د ولسمشر د لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم سره کتلي دي.
د ښاغلي دوستم د مطبوعاتي دفتر ویاند حبیب قویاش ازادي راډیو ته وویل چې شبرغان کې د دوستم لیدلو ته د ورغلي هییت د سفر هدف لا نه دی څرګند.
تر اوسه د ناټو سرچینو هم د جنرال دوستم سره د جنرال سکاټ میلر ددې لیدنې په اړه څه نه دي ویلي.
د ولسمشر لومړی مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د ثبات او همپالنې د ټیم ملاتړی دی.
د دې ټیم ملاتړو د جوزجان په شمول په اوو ولایتونو کې د انتخاباتو سیمه ایز دفترونه د اعتراض په توګه تړلي دي.
د ملي اردو چارواکي وايي، د سرپل ولایت په کوهستانات ولسوالۍ کې د طالبانو پرضد د ولسي خلکو پاڅون لاهم دوام لري.
راپورونه وايي چې طالبانو پرون یکشنبې د کوهستانات ولسوالۍ په جُرغان کلي کې پر هغو خلکو ډزې وکړې چې د ظلم او بېعدالتۍ پرضد د اعتراض لپاره راوتلي وو.
د ۲۰۹ شاهین قول اردو ویاند حنیف رضايي تېره شپه آزادۍ راډیو ته وویل په جرغان کې وروسته له دې چې د طالبانو په ډزو یو ماشوم او یو سړی وژل شول د قهرجنو خلکو اعتراضونو لاهم دوام لري.
ښاغلی رضايي وايي چې اوس د څېرمه سیمو خلک هم د جرغان پر اعتراضونو ورګډ شوي.
هغه زیاتوي: "په سیمه کې لاریونونه اوس هم روان دي او اوس د جرغان په شاوخوا کې د پرتو کليو کلیوالو هم د جرغان د خلکو مرستې ته وردانګلي دي او د طالب تروریستانو پرضد درېدلي دي."
د رضايي په وینا د سیمې خلک له طالبانو غواړي چې د دې وژنو عاملان دوی ته وروسپاري.
د سرپل ولایت د کوهستانات ولسوالۍ ډېرې سیمې د طالبانو په ولکه کې دي او خپلواک خبریالان هلته سفر نه شي کولی.
طالبانو هم تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د عراق پولیس وايي د حکومت ضد اعتراض کوونکو د یوې اونۍ په ترڅ کې پرون- یکشنبې د دوهم ځل لپاره په نجف ښار کې د ایران قونسلګري سوځولې ده.
د نوامبر میاشتې په ۲۷مه هم قهرجنو لاریون کوونکو په نجف کې د ایران پر قونسلګرۍ په داسې حال کې حمله وکړه چې نارې یې وهلې، ایران دې له عراقه ووځي.
پرونی برید په داسې حال کې کېږي چې له دوه میاشتنیو لاریونونو وروسته چې په ترڅ کې یې له ۴۰۰ زیات کسان ووژل شول پارلمان د صدراعظم عادل عبدالمهدي استفعا تایید کړه.
د راپورونو له مخې په پلازمېنه بغداد، موصل او یو شمېر شیعیه میشتو جنوبي ښارونو کې پرون بیا د حکومت پرضد اعتراضونه وشول.
معترضانو د صدراعظم عبدالمهدي د استعفا د هرکلي ترڅنګ د اساسي بدلونونو غوښتنه هم کوله.
د زبایکالسک سیمي ځايي حکومت په یو بیان کې ویلي، په پېښه کې ۲۱ تنه زخمیان شوي هم دي.
د روسیې د بیړنیو چارو وزارت ویلي، دا بس له سریتنسک ښاره د مسکو ختیځ ته روان وو چې د دسمبر د لومړۍ نېټې پر سهار سیند ته وغورځیده.
په بس کې ۴۳ مسافر او یو ډرایور ناست وو.
پولیسو د روسیې یو تلویزون ته ویلي، د پېښې د وجوهاتو په اړه پلټنې کوي.
روسیه هم په هغو هېوادونو کې یوه ده چې پکې په لارو د حفاظت لپاره د اقداماتو د نیشتوالې له وجې ټرافیکي پېښې زیاتې کېږي.
د دسمبر د لومړۍ نېټې لاریون له هغې وروسته کېږي چې د نومبر د ۳۰مې نېټې په ماښام د احتجاج کونکو او امنیتي ځواکونو ترمنځ نښتې هم شوې دي.
ټاکل شوې چې لاریون کونکي به د امریکا سفارت لورې ته ورځي چې د احتجاج کونکو د تحریک په ملاتړ کې د قرارداد منظورولو په اړه د امریکايي مشرانو مننه وکړي.
د نومبر پر ۲۴مه په هانګ کانګ کې د ضلعي کونسلو په انتخاباتو کې ګڼو جمهوریت پلوه کسانو بریا ترلاسه کړې وه.
دا انتخابات په هغه ښار کې د حکومت پر ضد د شپږو میاشتو مظاهرو وروسته شوي وو.
د انتخاباتو نتیجو ښودلې چې جمهوریت پلوه کاندیدانو د ۱۸ ضلعو په ۴۵۲ څوکیو کې خپل اکثریت خوندي ساتلی دی.
برتانوي چارواکی وايي د عثمان خان په نامه هغه سړی چې په لندن کې يې په چاقو دو دوو کسان ووژل، پلان درلود چې په پاکستان کې دترهګرو د روزنې مرکز جوړ کړي. پولیسو پاکستانی نژاده اته ويشت کلن عثمان خان د نومبر په نهه ويشتمه په لندن بريج سيمه کې شوې پېښې وروسته ځای پر ځای وواژه. نوموړي درې کسان زخميان کړي هم دي.
د پوليسو مرستيال کمشنر نيل باسو مطبوعاتو ته په لېږلي بيان کې ويلي چې عثمان خانپه ۲۰۱۲ کال د ترهګرۍ اړونده تورونو نيول شوی وو خو په ۲۰۱۸ کال کې په ضمانت خوشي شو. پوليس په دې اړه نورې پلټنې کوي.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي د نومبر پر۳۰مه مشال راډیو ته وویل چې په تېرو دوه اونیو کې تر زرو تنو داعشیان حکومت ته تسلیم شوي چې تر ۵۰۰ پکې ښځې او ماشومان دي.
د ده په خبره داعش ډله په ننګرهار کې ماته شوې او د تسلیمېدو لړۍ یې دوام لري.
دا له هغه وروسته ده چې په عراق کې د حکومت ضد په شاوخوا دوه مياشتنیو مظاهرو کې څه باندې ۴۰۰ کسان وژل شوي دي.
وزیراعظم عادل عبدالمهدي د نومبر پر ۲۹مه په يو بيان کې وويل چې هغه به خپله استعفا له پارلېمان سره جمع کړي چې پارلمان بيا يو نوی حکومت وټاکي.
۷۷ کلن عادل عبدالمهدي يوازې يو کال مخکې د وزيراعظمۍ څوکۍ سمبال کړې وه. نوموړي دا نه دي ويلي چې استعفا به کله ورکوي.
تر دې وړاندې د عراق ستر مذهبي عالمايت الله علي السيستاني د مظاهره چيانو پرضد د طاقت د استعمال غندنه وکړه او د پارلېمان پر غړو يې غږ وکړ چې د موجوده حکومتي کابینې له ملاتړه لاس واخلي.
نوموړي پر مظاهره چيانو هم غږ وکړ چې د تشدد او وحشتي توب فعاليتونه رد کړي.
دا له هغه وروسته ده چې د رپورټونو له مخې د نومبر په ۲۸ مه څه باندې ۴۰ او د نومبر پر ۲۹مه لږ تر لږه ۱۵ کسان د مظاهره چيانو او امنيتي سرتيرو ترمنځ په نښتو کې وژل شوي دي.
مظاهره چيان له حکومته د روزګارونو او ښو ولسي خدماتو غوښتنه کوي او وايي چې اداري فساد دې ختم شي.
برتانوي چاواکي وايي تيره ورځپه چاقو د دوو کسانو په وژلو تورن کس مخکې هم د ترهګرۍ په جرمونو کې د بند سزا تيره کړې وه.
دوي وايي دې کس په مبينه توګه پلان درلودو چې په پاکستان کې د ترهګريزې جنګي روزنې مرکزخلاص کړي.
چارواکو د نومبر پر ۳۰مه د دې مشکوکه بريدګر پيژندګلوي د ۲۸ کلن عثمان خان په نامه کړې ده.
دا پيښه د نومبر پر ۲۹مه ماسپښن دوه بجې د لندن پر پله رامنځته شوې وه.
پوليسو دا مشکوک کس له هغه وروسته په ډزو وواژی چې ده د چاقو په ګزارونو يوه ښځه او يو سړی ووژلو او يو سړی او دوه ښځې يې ژوبل کړې.
پوليس وايي دا مشکوک کس يو جعلي بارودي خود کش واسکټ هم اچولی وو.
د پولیسو مرستيال کمشنر نيل باسو ويلي چې چارواکو دا کس پيژندوچې په ۲۰۱۲م کال کې د ترهګرۍ په جرمونو کې هم سزا شوی وو خو بيا د ۲۰۱۸م کال په دسمبر میاشت کې په مشروط ډول خوشی شوی وو.
بل پلو د هالېنډ په هېګ ښار کې هم د خریدارۍ په يوه کوڅه کې يو تن په چاقو درې کسان ژوبل کړي دي.
د ښار پوليس په يو ټويټ کې ليکلي چې د نومبر پر ۲۹مه د دې پېښې تر رامنځته کېدو وروسته په سيمه کې بيړني خدمات پېل شوي دي.
پوليس وايي د يو داسې تن په لټون دي چې عمر يې د ۴۵ او ۵۰ کلونو ترمنځ دی.
په پېښه کې د ژوبل شوو کسانو حالت او د بريد تر شا محرکات لا هم څرګند نه دي.
افغان چارواکي وايي چې نن سهار [د نومبر پر ۳۰مه] په یوه بمي چاودنه کې د ملي اردو يو جنرال وژل شوی دی.
د هلمند ولایت د عامه اړیکو مسوول زاهد اتل مشال راډیو ته تایید کړه چې د مارجې او ناوې ولسوالیو تر منځ لاره کې په یوه ماین چاودنه کې د ملي اردو د سرحدي ځواکونو د څلورمې پلې لوا قومندان جنرال ظاهرګل مقبل وژل شوی او دوه عسکر یې ټپیان دي.
د مشال راډیو خبریال وايي چې له افغان پوځیانو سره په موټرو کې یو شمېر خبریالان مارجې ته روان وو چې له ډلې یې د شمشاد ټېليویژن خبریال سردار محمد سروري په دې ماین چاودنه کې ټپي شوی دی.
ټپیان په لښکرګاه ښار کې ایمرجنسي روغتون ته انتقال شوي دي.
مارجه کې افغان پوځیانو له ډېره وخته عملیات پيل کړي وو. د نننۍ ماین چاودنې مسوولیت تر دې دمه چا نه دی منلی.
رپورټونه وايي، په عراق کې د امنیتي ځواکونو او حکومت ضد مظاهرچیانو ترمنځ په نښتو کې لږترلږه ۳۳ نور کسان وژل شوي دي.
د رپورټونو له مخې له دوو میاشتو راهیسې د حکومت خلاف پیل شویو مظاهرو کې د نومبر پر ۲۸مه تر ټولو خونړۍ ورځ وه.
د عراق پوځ د نومبر پر ۲۸مه وویل چې د امنیت او نظم ساتلو لپاره په ځینو صوبو کې د بحراني حالاتو مرکزونه جوړ کړي دي.
عراقيو وګړي د بغداد او د هېواد جنوب شییعه مېشتو سیمو په لارو کوڅو کې راوتي دي.
دوی د نوکریو، بډو رشوت ختمولو او بهترو ولسي خدمتونو غوښتنه کوي.
له اکتوبر راهیسې په پیل شویو مظاهرو کې لږ تر لږه ۳۵۰ کسان وژل شوي او په زرګونو نور ژوبل شوي دي.
د نومبر ۲۸مه لږ تر لږه ۲۵ کسان په جنوبي ښار ناصریه کې ووژل شول.
امنیتي ځواکونه او روغتیايي امله وايي، مظاهرچیانو یوې پولیس تاڼې ته اور ورته کړ.
دغه راز څلور نور کسان په بغداد کې هغه مهال ووژل شول کله چې مظاهرچیانو هغو سیمو ته د ورننوتو هڅه کوله چېرته چې د پارلېمان او نورې حکومتي ودانۍ دي.
په نجف کې د ایران پر کونسلګرۍ د اور ورته کولو پر مهال په نښتو کې څلور کسان ووژل شول.
د نومبر پر ۲۸مه د سيند صوبې په سکر کې جلسې ته په وينا کې مولانا فضل الرحمن وويل چې حکومت د خپل نااهلۍ ثبوت ورکړ چې د سرلښکر مودې غځولو فرمان یې هم سم جاري نه کړل شو.
نوموړي وویل: "د عدالت دا خبره چې پارلېمان دې قانون سازي وکړي. د عدالت حکم په سر سترګو، خو دا جعلي پارلېمان د داسې قانون سازۍ حقدار نه شي کېدای. نوي انتخابات دې وکړل شي، د ولس حقيقي استازي دې پارلېمان ته راشي او بيا دې هغوی قانون سازي وکړي."
خو واکمن تحريک انصاف ګوند او د انتخاباتو کمېشن په وار وار په عامو انتخاباتو کې د درغليو تورونه رد کړي دي.
د زده کوونکو د تنظیمونو ترمخه دوی په پوهنتونونو کې د ځورونو، د دوی د څارنو او پر تنظیمونو یې د ځینو قدغنونو لګولو خلاف احتجاج کوي.
دا په داسې حال کې ده چې په تېر اکتوبر میاشت کې په بلوچستان پوهنتون کې داسې ویډیوګانې مخې ته راغلې وې چې د زده کوونکو په وینا په پټو لګول شویو کېمرو اخیستل شوې وې.
له دغې وروسته زده کوونکو په کوټه کې مظاهرې پېل کړي او وایي حکومت د دوی په ځورونو کې ښکېلو کسانو ته سزا نه ورکوي.
په دې اړه بېګاه مشال راډیو سره په خبرو کې د پېښور های کورټ د وکیلانو د اتحادیې جنرل سیکټري عابد علي ایډوکیټ وویل چې حکومت د پوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوه د ملازمت مودې غځولو او د پخواني جنرال پرویز مشرف پرضد د غدارۍ مقدمې د فېصلې په ودرولو کې د قانون او جمهوري اصولو سرغړونه کړې ده.
د عدالت لخوا حکومت ته د یوې ورځې د مهلت وروسته د نومبر پر۲۷مه په اسلام اباد کې د وزیر اعظم عمران خان په مشرۍ د وفاقي کابینې غونډه وشوه چې پکې د پوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوه هم ګډون وکړ.
په غونډه کې قانون پوهانو حکومتي غړیو ته د مقدمې په اړه مالومات ورکړل.
په البانیا کې د سختې زلزلې راوروسته تېره شپه هم د نړېدلو ودانیو ماتو ګوډو کې په ژوندي پاتې کسانو پسې لټون روان و.
د دوشنبې په سهار وختي دې زلزله کې لږ تر لږ ۲۳ کسان وژل شوي او تر ۶۵۰ زیات نور ژوبل شوي دي.
راپورونه وايي چې په ساحلي ښار دوریس او تومان ښارګوټي کې لا هم لسګونه کسان د نړېدلو ودانیو ماتو ګوډو لاندې بند پاتې دي.
پرون داسې راپورونه هم ورکړل شوي چې لسګونه کسان په خوندي توګه ژغورل شوي.
دا څرګنده نهده چې ایا لاهم ژوندي پاتې شوي کسان بند پاتې دي کنه.
کوسوو او مونتهنګرو د لټون او ژغورنې ځانګړې ډلې او ځانګړي پولیس البانیا ته استولي څو د ژغورنې په چارو کې مرسته وکړي.
دغه مظاهرچیان پر تهران په دې غوسه وو چې د دوی په ادعا په هېواد کې یې د یو داسې حکومت مرسته کوي چې دوی یې د نېږدو دوو میاشتو راهیسې پرضد مظاهرې کوي.
د دفاعي ادارو او پولیسو ترمخه د نومبر پر ۲۷مه ناوخته مظاهرچیانو د ایران پر کونسلګرۍ حمله کړې او ودانۍ ته یې اور اچولی دی.
دوی د عراق په حق کې او د ایران خلاف شعارونه هم ورکول.
د چارواکو ترمخه د دغه حملې وړاندې د کونسلګرۍ عمله د ودانۍ وتلې وه.
د ځینو راپورنو ترمخه امنیتي عسکرو د مظاهرچیانو د منتشرولو لپاره اوښکې بیونکې ګېس او د وسلو استعمال هم وکړ.
د عراق د سرکاري رسنیو ترمخه چارواکو د دغه پېښې لږ ساعت وروسته ګرځ بندیز اعلان کړی.
په عراق کې د تېر اکتوبر میاشتې راهیسې د ګرانۍ او په حکومتي ادارو کې د درغلیو خلاف مظاهرې روانې دي چې پکې په ټول هېواد کې۳۴۰ کسان وژل شوي دي.
دا مظاهرې چې د عراق په پلازمینه بغداد او جنوبي برخو کې روانې دي مظاهرچیان د حکومتي چارواکو د مستعفي کېدو، د پارلېمان د ړنګولواو د دغه هېواد سیاسي نظام ته د بیا کتنې غوښتنه کوي.