د افغانستان د ولسي جرګې لنډمهاله مشر ملک قیس نور اغا د رایو له شمېرولو وروسته وویل چې رحماني له ۲۴۵ رایو ۱۳۶ تایید رایې واخیستې.
ده وویل ، د حاجي خان محمد وردګ رایې ۹۶ او د حا جي میر رحمان رحماني رایې ۱۳۶دي.
د ده په وینا ، دا چې ټولې رایې ۲۴۵ وې، پنځوس جمع یو یې ۱۲۳ کېدې، په دې اساس میر رحمان رحماني د ولسي جرګې د ۱۷مې دورې مشر شو.
د افغانستان ولسي جرګې له تېرې یوې میاشتې راهیسې د دې جرګې د ریاست لپاره بې پایلې ټاکنې ترسره کړي، تر دې چې دا مسئله د جرګې د غړو تر منځ په شخړو هم اوښتې وه.