د لاسرسي ځای

تازه خبر

اپوزیشن د خیبر پښتونخوا پر نوي بجټ نیوکې لري


د ارشیف انځور

پراګ ـ د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ د اپوزیشن ګوندونه په وړاندې کړل شوي بجټ چې حجم یې ۹۰۰ اربه روپۍ دی، نیوکې لري او وايي، د عام اولس او بې وزلې طبقې لپاره پکې دوی څه نه ویني.

اپوزیشن د جون په ۱۸مه د بجټ د وړاندې کېدو پر مهال خپل احتجاج ریکارډ کړ. د خیبر پښتونخوا اسمبلۍکې د پاکستان پیپلز ګوند غړی شیراعظم خان وايي، بجټ عوام دوسته نه دی.

"صوبايي بجټ کې دوی غریب سړي ته د یوې روپۍ خیر ښېګړه هم نه ده ورکړې. دا ټول فراډ دی، موږ یې نه تسلیموو. چې د غریبو خلکو لپاره، د علاقې د خلکو لپاره د ګټې څه نه وي پکې، موږ ورته بجټ نه شو ویلی."

په خیبر پښتونخوا اسمبلۍ کې د اپوزیشن مشر او د متحده مجلس عمل غړي اکرم خان دراني د بجټ د وړاندې کېدو پر ورځ وویل، اپوزیشن ګوندونه پر دې بجټ په بشپړ ډول اندېښنې لري، ځکه ورسره هېڅ قسمه مشوره نه ده شوې.

په صوبايي اسمبلۍ کې د عوامي نیشنل ګوند غړی خوشدل خان هم پر وړاندې شوي بجټ نیوکې لري.

"ما چې د بجټ کوم اسناد کتلي، په دې کې د ولس د ګټې هېڅ هم نشته. دوی ځیني ټیکسونه زیات کړي هم دي، چې ورسره د روزمره استعمال د ډېرو څیزونو بیې لوړېږي. د دوی تول بجټ پر مفروضاتو ولاړ دی، د دوی کارونه ښکاري نه خو وايي چې راځي به."

خو د خیبر پښتونخوا د خزانې وزیر تیمور سلیم جګړا د جون پر ۱۸مه، د بجټ د وړاندې کولو پر ورځ مشال راډیو ته وویل، دوی په اول ځل د خیبر پښتونخوا او د قبایلي ضلعو لپاره شریک بجټ وړاندې کوي چې پکې حکومت د خلکو ژوند ته د سهولت ورکولو هڅه کړې ده. نوموړي دا هم وویل چې حکومت یې د تېر په څېر د صحت او تعلیم څانګې ته زیاته پاملرنه کړې ده.

بل پلو په بجټ کې سرکاري ملازمینو ته په تنخا او تقاوت کې لس فیصده اضافه کړل شوېده، خو ترڅنګ یې په هغو مامورینو بیا ټیکسونه لګول شوي چې د میاشتې عاید یې شل زره کالدارې وي. دوی به زر روپۍ ټیکس ورکوي. اپوزیشن پر دې ټکي هم اعتراض لري.

د خیبر پښتونخوا په اسمبلۍ کې ټول ۱۲۴ سیټونه دي چې د اپوزیشن د غړو شمېره پکې ۳۳ ته رسېږي. دوی که وهم غواړي نو د نوي بجټ د منظوریدو مخه نه شي نیولی خو وايي، هڅه به یې وي چې د بجټ په بحثونو کې پوره ونډه واخلي او حکومت په اسانه د بجټ وړاندې کولو ته پرېنږدي.

XS
SM
MD
LG