د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان پوځي لګښت ته کتنه


له ارشیفه
باکستاني پوځیان
له ارشیفه باکستاني پوځیان

د پاکستان پوځ د راتلونکې مالي کال لپاره په خپلو دفاعي لګښتونو کې په خپله رضا د کمي راوستو فیصله کړې ده. په چارشنبه د پوځ مشر جنرل قمر جاوید باجوه پر کنټرول کرښه له پوځيانو سره د اختر لمانځلو پر مهال وویل په کلني دفاعي بجټ کې د زیاتوالي نه کولو فیصله پر ولس احسان نه دی.

پاکستان یو له هغو هېوادونو دې چې دفاعي بجټ یې تر ملکي محصولاتو زیات دی.

د پوځ د دې پریکړې تر شا څه وجوهات دي؟ پاکستاني پوځ ته پیسې څنګه ورکول کېږي او هغه یې څنګه لګوي؟ د اقتصادي چارو کارپوه اکرام هوتي وايي پاکستان یو له هغو هېوادونو دې چې دفاعي بجټ یې تر ملکي محصولاتو زیات دی.

نوموړی وایي په پاکستان کې دا خبره په واضحه توګه په ډاګه نه ده چې د پوځ په اخراجاتو کې کموالی راځي که زیاتولی، ځکه چې له قامي خزانې نه پوځ ته د ورکړل شویو فنډونو اډیت یا حساب کتاب نه کېږي. نوموړی وايي یوازې په کاغذونو کې دا جوته ده چې پوځ ته د کال ۱۱۰۰ اربه روپۍ ملاوېږي خو په حقیقت کې دغه رقم تر دې زیات دی.

''د کومو اخراجاتو چې اډت نه کیږي، د هغې په اړه خو هیڅوک نه شي ویلی چې په هغې کې زیاتوالې راغلو یا کمې. په پاکستان کې د دفاعي بجټ لپاره چې کومې پيسې اېښودل کیږي هغه هم پټې دي او چې څرنګه خرچ کیږي هغه هم پټې دي. په پاکستان کې چې اوس د دفاعي بجټ کومه څېړنه ده، په هغې کې دا ویل کېدای شي چې د بجټ په کاغذونو کې دا لیکل شوي دي چې یولس سوه اربه روپۍ دوی اخلي. خو د هغې نه علاوه پنځه شپږ سوه اربه روپۍ دوی د پنشن لپاره اخلي، نو په پنځه نیم زره اربه روپو کې دوه زره اربه روپۍ دلته ځي.''

د دفاعي چارو کارپوه ریټایرډ بریګیډیر طلعت مسعود وايي دفاعي بجټ په دریو واړو ځواکونو کې د ترجیحاتو په بنیاد تقسیمېږي چې مځکني پوځ ته تر ټولو زیاته برخه ورکول کيږي.

''مځکني پوځ ته تر ټولو زیاتې پيسې ځکه ملاوېږي چې شمېر یې زیات دی، سامان یې زیات دی. په روایتي توګه هغوی ته زیاتې پېسې ملاوېږي. خو یوه بله خبره چې ډېره مهمه ده هغه دا چې که د مثال په توګه هوايي ځواک یو جهاز اخیستل غواړي نو د هغې لپاره خاص الاټمنټ یا د پیسو ویش کېږي. له هغې سره دا معلومیږي چې د هغوی بجټ به هغه کال له نورو ځواکونو زیات وي. بیا د بحري ځواک سامان یا کښتۍ ګرانې وي نو د هغې لپاره هم ځانګړې الاټمنټ کیږي. خو که وکتل شي نو په روایتي توګه ښکاره ده چې مځکني پوځ ته زیاتې پيسې ملاويږي. د هغې پس هوايي ځواک او د هغې پس بیا بحري ځواک ته ورکول کیږي.''

پاکستان د موجوده اقتصادي ستونزو د حل لپاره د پيسو نړیوالې ادارې ای ایم ایف سره د شپږ اربه ډالرو قرضې معاهده کړې ده چې له مخه به یې دغه پيسې په دریو کلونو کې پاکستان ته ملاويږي. خو له دغه قرضې سره د ادارې ځينې شرطونه هم تړل شوي دي. ایا د پاکستان د پوځ دغه پریکړه د ای ایم ایف له شرط سره خو تړاو نه لري؟

د دفاعي چارو کارپوه طلعت مسعود وايي د ای ایم ایف شرطونه کافي سخت وي او د نورو تر څنګ یې دا خبره هم کړې ده چې د ټولو ادارو اخراجات دې کم کړل شي. نو ځکه ممکن ده چې پوځ دغه خبره په پام کې ساتلې وي.

خو اقتصاد پوه اکرام هوتي وايي له ای ایم ایف سره چې کله هم مذاکرات کیږي نو په هغې کې د اخراجاتو د کمي معاهده کمه کیږي. د هغوی زور زیات په دې وي چې محصولات او امدن دې زیات کړل شي، له هغې سره د بجلۍ، ګېسو او پټرولیم مصنوعاتو قیمتونه زیاتیږي، نوي ټيکسونه لګي او د ټېکسونو شرح هم سېوا کیږي. په پاکستان کې له ای ایم ایف سره د اخراجاتو د کمښت معاهده ډېره کمه کیږي.''

د پوځ د عامه اړیکو ادارې ویاند میجر جنرال اصف غفور پر ټویټر په بیان کې ویلي چې په دفاعي بجټ کې کمې به دوی د دریو واړو ځواکونو په اندروني کچه په مناسبو لارو چارو سره سمبالوي.

طلعت مسود وايي د اندروني لارو مانا دا چې د دوی انتظامي لګښتونه، پوځي یونټو یا څانګو باندې خرچې ښايي کمې کړل شي یا کوم ځواک که څه سامان اخیستل غوښتل نو هغه د یو کال لپاره و ځنډوي.

د سټاک هوم انټرنېشنل پیس ریسرچ انسټي ټیوټ د څېړنې له مخې د پاکستان دفاعي لګښت په ۲۰۱۷م کال کې ۱۱۴۶۱ میلیونه ډالر وو. خو په ۲۰۱۸م کې ۱۲۶۸۶ ملین ډالر ته زیات شو. دغه لګښت په کال ۲۰۰۹ کې ۷۳۲۶ میلیونه ډالر وو.

XS
SM
MD
LG