د لاسرسي ځای

تازه خبر

حکومت دې د مخالفونو ګوندونو په خوښه بجټ منظور کړي: زرداري


د پاکستان پیپلز ګوند شریک چېرمېن او پخوانی ولسمشر اصف علي زرداري
د پاکستان پیپلز ګوند شریک چېرمېن او پخوانی ولسمشر اصف علي زرداري

د پاکستان پیپلز ګوند شریک چېرمېن او پخوانی ولسمشر اصف علي زرداري نن د خپلې ګرفتارۍ وروسته په لومړي ځل قامي اسمبلۍ ته په وینا کې وویل چې باید د تحریک انصاف حکومت په نوي وفاقي بجټ له مخالفو سیاسي ګوندونو سره خبرې وکړي او د ټولو خواو د خوښې بجټ منظور کړي.

اصف علي زرداري د سپیکر له دفتره د پروډکشن ارډر خپرولو پس نن اسمبلۍ ته حاضر شو.

بېګا شپه ناوخته د سپیکر اسد قیصر له دفتره د پیپلز ګوند شریک مشر اصف علي زرداري او د مسلم لیګ ن ګوند خواجه سعد رفیق اسمبلی ته د وړاندې کولو امر خپور کړ شو. دغه دواړه د درغلیو په تورونو د احتساب قامي ادارې نیب نیولي دي.

محسن داوړ او علي وزیر
محسن داوړ او علي وزیر

دا وخت د پارلېمان څلور غړي ګرفتار دي چې پکې د پيپلز پارټۍ شریک چېرمېن اصف علي زداري او د مسلم لېګ (ن) يو مشر سعد رفيق د درغلیو په کېسونو کې قید دي. د پښتون ژغورنې غورځنګ دوه مشران محسن داوړ او علي وزير په شمالي وزیرستان کې د خړ کمر پېښې سره په تړاو ونیول شول. پښتون ژغورنه غورځنګ د خړ کمر پېښې ذمه واري پر پاکستانیو عسکرو اچوي چې په ډزو یې د وزیرستان ۱۳ تنه وژلي او تر ۴۰ ډېر یې ژوبل کړي دي او د ثبوت لپاره یې پر ټولنیزو رسنیو لکه پر فېسبوک ویډيوګانې هم خپرې کړې چې پر ولسي ګڼه ګوڼه ډزې کېږي. په دغه خلکو کې علي وزیر هم ښکاري چې خپلو ملګرو په بدرګه کې اخیستی دی. د پاکستاني پوځ وینا بیا دا ده چې لومړی د دوی پر پوسته برید وشو او د دوی پنځه عسکر ژوبل شول خو تر دې دمه یې ثبوت نه دی وړاندې کړی.

که څه هم د پاکستان پیپلز پارټۍ شریک چېرمېن بلاول بوټو د قامي اسمبلۍ سپیکر اسد قېصر ته ویلي ول چې د وزیرستانونو پارلېماني استازي محسن داوړ او علي وزیر دې د اسمبلۍ غونډې ته وروغواړي خو هغه د پروډکشن ارډر له جاري کولو معذرت وکړ.

ولس دښمنه بجټ نه منو: شهباز شریف

په قامي اسمبلۍ کې د مخالفو ګوندونو مشر محمد شهباز شریف د پاکستان تحریک انصاف په مشرۍ حکومتي بجټ مسترد کړی او غوښتنه یې کړې چې دا دي بیرته واخلي او یو نوی هغه دې وړاندې کړي ځکه چې پر دغه یوه ولس له مایوسۍ سره مخامخ دی.

اسلام آباد کې د جون پر نولسمه د قامي اسمبلۍ په بجټ غونډه کې د شهباز شریف وینا وه، حکومت دې یو داسې بجټ راوړي چې پکې د مزدور میاشتنۍ تنخا لږ تر لږه شل زره روپۍ وي. هغه وویل، د شپاړلسم ګرېډ سرکاري نوکرانو تنخاګانې دې پنځوس فيصده زیاتې کړل شي او څوک چې یو لاک روپۍ تنخا اخلي له هغوی څخه دې ټېکس نه اخیستل کېږي.

د بجلۍ او ګېس نرخونه دې پر پخواني حالت پرېښودل شي او په خوراکي توکیو لګېدلي اضافي ټېکسونه دې بیرته واخیستل شي او ځوانانو ته دې تعلیمي وظیفې ورکړل شي.

د مخالفو ګوندونو مشر شهباز شریف وینا وه چې دوی ولس دښمنه او پاکستان دښمنه بجټ نه مني: ''دا د ظلم توره ده چې په معاشي توګه د عام ولس مرۍ پرې غوڅول کېږي.''

د شهباز شریف په د وینا په ځواب کې د توانايي وفاقي وزیر عمر ایوب وویل په افراط زر یا د روپۍ په قدر کې کمی په دې وجه راغلی دی چې تېرو حکومتونو ۲۴ زره اربه روپۍ پورونه اخیستي دي او په تېرو لسو کلونو کې په برامداتو کې کمی راغلی دی. خو د دې هرڅه باوجود به دوی خپل هدفونه ترلاسه کوي.

''زموږ وزیر مملکت چې کوم بجټ وړاندې کړی په هغه کې چې يې د ګټې کومه شمېره ښودلې وه، پنځه زره پنځه سوه پنځوس اربه روپۍ که خدای کول نو سږ کال به يې د پاکستان تحریک انصاف او د اتحادیانو حکومت ترلاسه کوي.''

په دا وروستیو کې له رسنیو سره په خبرو کې د جمعیت علما اسلام ف ډلې، د پاکستان پیپلز پارټۍ او د مسلم لیګ ن مشرانو ویلي چې دوی به دا موجوده بجټ منظورېدو ته نه پرېږدي او پر ضد به یې اقدامات کوي. خو د اقتصادي چارو خبریال اکرام هوتي له مشال راډیو سره په خبرو کې وویل،تر اوسه داسې نښې نښانې نه ښکاري چې اپوزیشن د بجټ منظوري ناکامه کړي.

د ده په وینا: ''د نامنظورېدو لپاره ضروري ده چې څلور، پنځه، شپږ یا لس حکومتي غړي له مخالیفو ګوندونو سره ملګري شي نو دا نښې نښانې نه ښکاري چې دوی به دغه کسان له حکومته رامات کړي او که فرض کړه دوی په دې کې کامیاب شوا او بجټ پاس نه شو نو حکومت خو بیا ختم دی او بیا به په اسمبلۍ کې یو بل وزیراعظم منتخبېږي او ممکنه ده چې یو قامي حکومت جوړ شي.''

بل پلو د اطلاعاتو سلاکارې فردوس عاشق اعوان هم د جون په نولسمه خبري کانفرنس ته وینا کې وویل چې دا بجټ د قامي سلامتیا او د پاکستان د دفاع ضمانت دی او ولسي استازي به دا منظوروي او حکومت به د مخالفو ګوندونو د هغه اصلاحاتو هرکلی کوي چې د ولس په ګټه وي.

XS
SM
MD
LG