د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ غړی شاه فیصل غازي نیول شوی


ډېره اسماعیل خان - د خیبر پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان کې پولیسو د پښتون ژغورنې غورځنګ یو مخکښ غړی شاه فیصل غازي نیولی او نامعلوم ځای ته انتقال کړی دی.

د غورځنګ یوه غړي مصطفا مسود د جون ۲۰مې شپې مهال مشال راډیو ته وویل، غازي د زیارت پر مازیګر پولیسو د ښار د صدر تاڼې په حدودو کې ګرفتار کړ.

د ده په خبره، کله چې د غورځنګ غړي او ملاتړي تاڼې ته ورغلل نو پولیسو ورته وویل چې شاه فیصل غازي له هغوی سره نه دی.

غازي د غورځنګ د مشر منظور پښتین نېږدې ملګری دی.

د ډېره اسماعیل خان د پولیسو د ترهګرۍ ضد څانګې یوه چارواکي د نوم نه ښودو په شرط د نوموړي د ګرفتارۍ تصدیق وکړ او زیاته یې کړه چې پر ضد یې وار له مخه پرچه دایره شوې وه.

دا پر داسې مهال ده چې پولیسو د جون پر ۲۰مه، په بنو کې د غورځنګ یو بل مخکښ غړی ندیم عسکر په ضمانت خوشې کړ.

د غورځنګ لسګونه غړي د مې پر ۲۶مه په شمالي وزیرستان کې د خړ کمر تاوتریخوالي پېښې ضد تر احتجاجونو وروسته ونیول شول چې پکې یې ځېنې خوشې شوي دي.

غورځنګ وايي، د جون پر ۱۸مه یې ۱۱ نیولي غړي په ضمانت خوشې شول.

XS
SM
MD
LG