د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پښتون ژغورنې غورځنګ ۱۱غړي خوشې شول


د مې پر ۳۱مه، په پېښور کې د پښتون ژغورنې غورځنګ پلویان احتجاجي ناسته.
د مې پر ۳۱مه، په پېښور کې د پښتون ژغورنې غورځنګ پلویان احتجاجي ناسته.

پراګ - پښتون ژغورنې غورځنګ وايي، د بنو عدالت یې ۱۱ غړي په ضمانت خوشې کړي کړي.

د غورځنګ مشران وايي، دا غړي يې پوليسو د ضلعې انتظامې په امر عامه امن ته د تاوان رسولو (اېم پي او) په تور نیولي ول.

د جون پر ۱۸مه په خوشې شویو کې د غورځنګ د بنو سيمې مشر حاجي صمد مشال راډیو ته وويل د مې پر ۲۷مه یې په بنو کې د شمالي وزیرستان خړ کمر تاوتریخوالي پېښې ضد احتجاج کړی وو چې تر هغې وروسته پولیسو ونیول.

دی وايي، تشدد ورباندې نه دی شوی خو چې کله پولیسو د هریپور زندان ته انتقالول نو په ګاډي کې یې ځورولي ول:

"موږ تر احتجاج وروسته ناست وو، ګڼ مېلمانه وو، پوليس او امنيتي سرتېري راغلل او چې څومره کسان وو، که هغه فعالان وو، خبريالان وو، سرکاري او غېر سرکاري کسان وو يعنې چې څوک هم وو له ځان سره يې یوړل. جسماني تشدد يې راباندې نه دی کړی خو کله چې يې د هري پور جېل ته بوتللو نو ټول ۲۱ کسان يې په يو ګاډي کې واچول. ګاډی چې روشن دان پکې هم نه وو ځای پر ځای به يې [د اوړي] لمر ته دراوه او سخت تنګ شوي وو ځکه چې روژه هم وه."

پښتون ژغورنې غورځنګ وايي چې د مې پر ۲۷مه یې ۲۱ غړي نيول شوي ول چې پکې تر دې دمه ټول ۱۷ کسان خوشې شوي او تمه ده چې پاتې څلور به د جون پر ۱۹مه خوشې شي.

غورځنګ پر پاکستانیو امنیتي سرتېرو تور لګوي چې د مې پر۲۶مه یې په خړ کمر کې د دوی پر سوله ییز لاریون په ډزو کې ۱۴غړي ووژل او تر ۴۰ زیات یې ژوبل کړل.

پاکستانی پوځ وايي، د علي وزیر او محسن داوړ په مشرۍ یوې ډلې د خړ کمر پر پوسته برید وکړ چې پکې پېنځه سرتېري ژوبل شول او وروسته یې یوه ساه ورکړه.

پوځ وايي، په ځوابي ډزو کې یې درې کسان وژلي ول.

XS
SM
MD
LG