د لاسرسي ځای

تازه خبر

کونړ کې لسګونه داعشیان او طالبان ''وژل شوي''


د کونړ په وټه پور ولسوالۍ کې د طالبانو او داعیشیانو په نښته کې کورونو ته اور ورته شوی. د اپرېل ۱۲مه، ۲۰۱۹ کال
د کونړ په وټه پور ولسوالۍ کې د طالبانو او داعیشیانو په نښته کې کورونو ته اور ورته شوی. د اپرېل ۱۲مه، ۲۰۱۹ کال

د افغانستان د کونړ ولايت والي عبدالستار مرزکوال د جون پر۲۰مه مشال راډيو ته وويل چې په چپې درې ولسوالۍ کې د طالبانو او داعش ترمنځ جګړه شوې.

د هغه په وینا له يوې اونۍ راهيسې روانو دې جګړو کې ۳۵ داعش او ۱۶ طالبان ووژل شول.

د کونړ د والي دا ادعاوې تر اوسه په نښتو کې ښکېلو دواړو ډلو نه تاييد او نه رد کړې دي.

په همدې حال کې د چپې درې خلکو ځايي رسنيوو ته ويلي چې د دې جګړو له وجې په سلګونو خلک خپلو کورونو پرېښودو ته مجوره شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG