د لاسرسي ځای

تازه خبر

جنوبي وزیرستان کې ټاکنیز کمپاین پرېږدو: خټک


د ۲۰۱۸م کال ۲۵ م جولای ټاکنې شمالي وزیرستان
د ۲۰۱۸م کال ۲۵ م جولای ټاکنې شمالي وزیرستان

د جنوبي وزیرستان د ټاکنو کمشنر ویلي، امیدوارانو ته به د ټاکنیز کمپاین لپاره د غونډو کولو اجازه ورکوي.

دا په داسې حال کې ده چې په جنوبي وزیرستان کې امنیتي وضعې ته په کتو حکومت د ۱۴۴ دفعې لاندې په غونډو کولو بندیز لګولی دی.

د ضلعې الیکشن کمشنر اصف خان خټک د جون پر۱۷مه مشال راډیو ته وویل د قانون سره سم په قبایلي ضلعو کې د جولای پر ۲۵مه مخکې د صوبایي اسمبلۍ لپاره ټاکنې کول لازمي دي.

په قبایلي ضلعو کې د صوبایي اسمبلۍ د ټاکنو لپاره د جولا دویمه اعلان شوې وه چې وروسته بیا ټاکنې د جولا پر۲۰مه ته وځنډول شوې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG