د لاسرسي ځای

تازه خبر

علي وزیر به پر ۱۹م جون بیا عدالت ته وړاندې کېږي


بنو: علي وزیر عدالت ته د وړاندېکېدو پرمهال. د ۲۰۱۹ ز کال د جون ۱۷مه نېټه

د پاکستان په قامي اسمبلۍ کې د جنوبي وزیرستان د خلکو استازی او د پښتون ژغورنې غورځنګ یو مخکښ علي وزیر نن دوشنبه په بنو کې عدالت ته وړاندې کړل شو. په دې موقع سخت امنیتي تدابیر نیول شوي ول.

د پولیسو او د پښتون ژغورنې غورځنګ د پلویانو په وینا دا چې د ترهګرۍ ضد عدالت جج په رخصتۍ تللی وو نو علي وزیر یې سیشن جج ته وړاندې کړ چې هغه ورته ته د روانې جون میاشتې پر ۱۹مه نېټه بیا عدالت ته د حاضرېدو وویل.

په دا جېلونو او وهلو ټکولو باندې هېڅوک موږ نه شي ډارولی. زموږ حوصلې تر پخوا هم لوړې دي. او موږ به د قانون او ایین تر سیوري لاندې خپل جهدوجهد جاري ساتو.
حنیف

علي وزیر او محسن داوړ چې د پاکستان په پارلیمان کې د وزیرستانونو استازي دي، په خړ کمر کې د مې د ۲۶مې له پېښې وروسته نیول شوي دي. پي ټي اېم پر پاکستانیو امنیتي عسکرو تور لګوي چې پر هغه ورځ یې په خړ کمر کې د دوی پر سوله ییز لاریون په ډزو کې ۱۳ غړي وروژل او تر څلوېښتو ډېر یې ورژوبل کړ خو پاکستانی پوځ بیا ادعا کوي چې د علي وزیر او محسن داوړ په مشرۍ د دوی پر یوه پوسته برید وشو چې د دوی پنځه عسکر یې ژوبل کړ او د پوځ په ځوابي ډزو کې د دوی په وینا یوازې درې ولسي کسان وژل شوي دي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ یو غړی حنیف پښتون چې عدالت ته د خپل مشر علي وزیر وړاندکېدو ته ورغلی وو له مشال راډيو سره په خبرو کې وویل، د ایین او قانون لاندې به د پښتنو حقونو ګټلو لپاره خپله مبارزه جاري ساتي.

نوموړی وايي: ''عدالت ته د وړاندېکېدو پرمهال علي وزیر ډېر مطمین وو او هم دا ډاډ موږ خپل ولس ته ورکوو چې په دا جېلونو او وهلو ټکولو باندې هېڅوک موږ نه شي ډارولی. زموږ حوصلې تر پخوا هم لوړې دي. او موږ به د قانون او ایین تر سیوري لاندې خپل جهدوجهد جاري ساتو.''

شمالي وزیرستان: ګرځبندیز د خلکو ژوند اغېزمن کړی دی

د علي او محسن لپاره عدالت ته ولاړو نو جج رخصت ته ولاړ: لطیف لالا

هلته د شمالي وزیرستان چارواکو د اتوار پر ورځ مشال راډیو ته وویل چې د یادې ضلعې له (شنې خوړې) نیولې تر (دته خېلو) پورې په سیمو کې ګرځبندیز کې نرمي راوستل شوې ده. یو ځايي چارواکي د نوم د نه ښودلو پر شرط مشال راډیو ته وویل، خلک په دې شرط چې خپل شناختي کارډونه له ځانه سره ولري، د ورځې تګ راتګ کولی شي خو البته د شپې مهال به ګرځبندیز پر خپل حال وي.

دا ګرځبندیز که څه هم په مې میاشت کې د خړ کمر له پېښې پس وخت په وخت روان وو خو د جون پر اوومه چې په شمالي وزیرستان کې د پاکستان پر پوځ په برید کې څلور افسران ووژل شول نو په پرله پسې ډول یې دوام وکړ او یوازې پکې دوې ورځې نرمي راوستل شوې وه.

XS
SM
MD
LG