د لاسرسي ځای

تازه خبر

حکومت د میرعلي بازار دوکاندارانو ته معاوضې ورکوي


دغلته یو وخت د میرعلي بازار اباد و.
دغلته یو وخت د میرعلي بازار اباد و.

پراګ ـ د خیبر پښتونخوا د وزیر اعلی له دفتره د جون پر ۱۵مه په خپره شوې یوه خبرپاڼه کې ویل شوي، د وزیراعلی محمودخان په مشرۍ کې د صوبايي کابینې په غونډه کې د نورو پرېکړو ترڅنګ د شمالي وزیرستان د میرعلي بازار اغېزمنو شویو دوکاندارانو سره د مرستو لپاره د ځانګړي پیکج منظوري ورکړل شوېده.

خبرپاڼه کې راغلي، دغو اغېزمنو شویو دوکاندارانو ته به د صوبايي حکومت لخوا د منظورې شوې لایحې ترمخه معاوضې ورکول کېږي.

د شمالي وزیرستان د میرعلي او میرانشا بازارونه او مارکیټونه د ضرب عضب د عملیاتو پر مهال په داسې حال کې ړنګ کړل شوي وو چې مالکان یې د سرونو د ژغورلو لپاره خوندي ځایونو ته پر کډو کولو مجبوره شوي وو.

د عبدالله په نوم یو دوکاندار مشال راډیو ته وویل، د لکونو روپو تاوان یې لیدلی دی:

"د میرانشا په سبزي منډیۍ کېمې بنګلې وې، دوکانونه وو، مارکیټونه وو، اوس هېڅ هم نشته، هر څه جنګونو وحوړل."

یواځې عبدالله نه وو چې د ضرب عضب عملیاتو یې دوکان او کاروبار ورخراب کړل، د راپورونو له مخې تر شپږو زرو زیات دوکانداران د همدې مشکل سره مخ دي او د کروړونو روپو زیانونه یې ګاللې دي.

د میرانشا، میرعلي او دته خېلو د دوکاندارانو صدر دین پایوخان وايي، د ضرب عضب له عملیاتو وروسته چې دوی سیمې ته ستانه شول، خپل دوکانونه یې په هغه حالت کې و نه موندل چې پرېښې یې وو. دی وايي اوس له تېر څه باندې یو کال راهېسې دوی د مرستو انتظار کوي.

"تقریبا ۱۴ میاشتې کېږي چې کوشش کوو لګیا یو، خو موږ ته یوه روپۍ چا نه ده راکړې. یو وارې نه لس وارې لېسټونه جوړ شول خو څه ترې جوړېږي نه. له حکومته غواړو چې زموږ په خبره دې غور وکړي او هر دوکاندار ته دې د هغه د ړنګ کړل شوي دوکان معاوضه ورکړي."

د شمالي وزیرستان د ضلعي انتظامیې یو چارواکي حبیب شا مشال راديو ته وویل، د میرعلي د بازارونو د څه د پاسه درېوو زرو دوکاندارانو د معاوضې غم خوړل شویاو صوبايي کابینې یې منظوري ورکړېده، خو د میرانشا د بازار د دوکاندارانو مسله یو څه کړکیچنه ده خو د مسلې د هوارۍ لپاره هلې ځلې روانې دي. دا چې اغېزمنو شویو دوکاندارانو ته به په څومره وخت کې مرستې ورسېږي، نوموړي د دې پوښتنې په ځواب کې وویل:

"دا ډېرې زیاتې پیسې دي،د خلکو تاوان ډېر په لوړه کچه شوی دی، نو موږ په زیاته اندازه پیسې غوښتې دي، حکومت لګیا دی پرې غور کوي. انشاالله امید دی چې په دوو میاشتو کې به خلکو ته د هغوی د دوکانونو معاوضې ورکړل شي."

د ضرب عضب عملیاتو پر مهال له شمالي وزیرستانه نورو سیمو ته کډه شوي خلک لا هم سل په سلو کې خپلو مېنو ته ستانه شوي نه دي. دوی وايي د حکومت او وسله والو ترمنځ د جګړې تر ټولو لوی زیان دوی ته رسیدلی، ځکه دوی مالي او ځاني تاوانونه ګاللي دي.

XS
SM
MD
LG