د لاسرسي ځای

تازه خبر

د شمالي وزیرستان یو شمېر خلکو پېښور کې مظاهره وکړه


پېښور ـ د اګست پر۱۲مه د شمالي وزیرستان یو شمېر اوسېدونکیو د یوې مظاهرې په ترڅ کې له حکومته غوښتنه وکړه چې خلکو ته دې د ړنګو شویو کورونو معاوضه ورکړل شي.

دوی همدا رنګه غوښتنه کوله چې په سیمه کې دې سکولونه او کالجونه بیا پرانېستل شي او په قبایلي ضلعو کې دې ځايي خلکو ته نوکرۍ ورکړل شي.

د عادل داوړ په نوم یو ځوان چې په دې مظاهره کې یې ګډون درلود مشال راډیو ته وویل:

((موږ ځکه دلته راغلو چې حکومت د شمالي وزیرستان خلکو ته توجه نه ورکوي. موږ زیات مسایل لرو، خو څوک یې د حل کولو کوشش نه کوي. موږ زیات صبر وکړ خو اخر مجبوره شو چې دلته راشو او خپلې غوښتنې وړاندې کړو.))

عادل داوړ وايي تر دې وړاندې یې په شمالي وزیرستان او ډېره اسماعیل خان کې هم د مظاهرو په ترڅ کې خپل حقونه غوښتي دي او که حکومت توجه و نه کړه نو دوی به په اسلام اباد کې هم احتجاج وکړي.

د شمالي وزیرستان د میرعلي سیمې یو اوسیدونکی اسد هم د مظاهره کونکیو په منځ کې وو، هغه مشال راډیو ته وویل:

((دضرب عضب عملیاتو پر مهال زموږ کورونه وران شول، په هغو کې ډېرو خلکو ته تر اوسه د کورونو د بیا جوړولو لپاره معاوضې نه دي ورکړل شوي. د حیدرخېل او ایپي کلي دوه نیمو زرو نه د زیاتو خلکو کورونه وران شوي چې خلکو ته یې معاوضې نه دي ورکړل شوي.))

د کرامت په نوم یو بل ګډونوال بیا غوښتنه کوله چې د دوی په سیمه کې بند شوي سکولونه او کالجونه دې حکومت زر بیا پرانیزي. ده دا هم وویل چې زیات شمېر سکولونه جنګونه تبا کړي چې حکومت یې د بیا رغونې نوم نه اخلي.

د ایف ډي ایم ای چارواکي وايي په پخوانیو قبایلي سیمو کې د جنګونو له کبله په مکمله توګه ړنګو شویو کورونو ته حکومت د څلورو لکو روپو د مرستو اعلان کړی دی. دوی وايي، دغه مرستې د یوې سروی نه پس دغو کورنیو ته ورکول کېږي.

XS
SM
MD
LG