د لاسرسي ځای

تازه خبر

خیبر پښتونخوا حکومت قبایلو کې د ټاکنو ځنډولو خواست کړی


ارشیف: پېښور کې خلک د رايې اچولو لپاره په کتار کې ولاړ دي، د ۲۰۱۸ز د جولای ۲۵مه.
ارشیف: پېښور کې خلک د رايې اچولو لپاره په کتار کې ولاړ دي، د ۲۰۱۸ز د جولای ۲۵مه.

پېښور - د خيبرپښتونخوا حکومت وايي، انتخاباتي کمېشن ته یې خواست کړی چې په قبايلي ضلعو کې دې د صوبايي اسمبلۍ انتخابات وځنډوي.

د صوبې د اطلاعاتو وزیر شوکت یوسفزي د جون پر نهمه مشال راډیو ته وویل چې کمېشن ته دا خواست د صوبې د کورنۍ او قبايلې چارو څانګې د جون پر دريېمه نېټه په يوه خط کې کړی دی.

دغه ليک د جون پر نهمه نېټه پر ټولنیزو رسنیو خپور شوی چې مشال راډیو هم تر لاسه کړی دی.

خو په صوبه کې د انتخاباتي کمېشن ویاند سهېل احمد د جون پر نهمه مشال راډيو ته وویل، لیک چې کله ور ورسي نو ورباندې به هرو مرو غور وکړي.

د پښتونخوا حکومت د لیک انځور
د پښتونخوا حکومت د لیک انځور

په خط کې شپږ داسې خبرې ليکل شوې چې له کبله يې د انتخاباتو د ځنډولو خواست شوی دی.

په ليک کې ويل شوي چې په قبايلي ضلعو کې د افغانستان له غاړې د ترهګرو فعاليتونو ويره، په سيمه کې سياسي مشرانو ته ګواښونه، په خیبر پښتونخوا کې د ورګډو شویو قبايلي ضلعو په اصلاحاتي چارو کې ستونزې، د شمالي وزيرستان تازه پرمختګونه، د ليويزو او خاصه دارو مشري له ډپټي کمشنره د پوليسو مشر ته سپارل او دا رنګه په اوسنيو حالاتو کې د خاصه دارو او ليويزو ځواکونو له خوا د امنيتي ذمه واريو پوره کولو په برخه کې د تربيت نشتوالی هغه څه دې چې له کبله يې په قبايلي ضلعو کې انتخابات نشي کېدای.

د دې لاملونو تر تشريح کولو وروسته حکومت له انتخاباتي کمېشن خواست کړی چې د يادو ستونزو د سمولو لپاره دې د قبايلی ضلعو د صوبايي اسمبلۍ انتخابات تر ۲۰ ورځو پورې و ځنډوي.

انتخاباتي کمېشن د مې پر شپږمه اعلان کړی وو چې په خېبر پښتونخوا کې ضم شویو قبايلي ضلعو کې به د صوبايي اسمبلۍ پر ۱۶ څوکيو انتخابات د جولای پر دويېمه نېټه کېږي.

په دې اړه وار له مخه کانديدانو درخواستونه جمع کړي او په قبايلي ضلعو کې انتخاباتي کیمپېن هم پیل شوی دی.

XS
SM
MD
LG