د لاسرسي ځای

تازه خبر

پولیسو د ګلالۍ اسماعیل پر کور چاپه وهلې: صبا اسماعیل


د ګلالۍ خور صبا اسماعیل وايي پولیسو یې له کوره د څارګرو کیمرو نظام وړی
د ګلالۍ خور صبا اسماعیل وايي پولیسو یې له کوره د څارګرو کیمرو نظام وړی

پراګ - په پاکستان کې د بشري حقونو مبارزې او سیاسي فعالې ګلالۍ اسماعیل خور تور پورې کړی دی چې یو شمېر "پولیسانو او استخباراتي افسرانو" د جون څلورمې ماښام مهال په اسلام اباد کې د هغوی پر کور چاپه وهلې.

صبا اسماعیل د جون پر پېنځمه له نیویارکه په ټېلېفون مشال راډیو ته وویل، باوردي پولیسان او په "ساده کپړو" کې افسران یې د مور و پلار کور ته ورغلل، هغوی یې "وځورول"، ورڅخه یې موبایل ټېلېفونونه واخیستل او په کور کې د امنیت په موخه د څارګرو کیمرو (سي سي ټي وي) نظام یې هم ړنګ کړ او دا هر څه یې له ځانه سره یوړل.

موږ هڅه وکړه چې پر دې موضوع له ګلالۍ اسماعیل، د هغې له پلار محمد اسماعیل او خور شغلې اسماعیل سره خبرې وکړو ځکه چې هغوی په هېواد کې دي، خو بریالي نشو.

پر دې موضوع مو د اسلام اباد انتظامیې دریځ هم تر لاسه نه کړای شو او پولیسو یې هم لا په اړه څه نه دي ویلي.

صبا اسماعیل البته وویل چې پلار یې له پولیسو څخه د کور تالاشۍ لپاره "د عدالت امر" او د هغو شیانو "رسید" وغوښت چې هغوی له ځانه سره وړل، خو هغوی ورته د ګرفتارۍ ګواښ وکړ.

نوموړې زیاتوي چې له ماښام راهیسې یې له کورنۍ سره هم رابطه نشته.

پولیسو په مې کې په اسلام اباد کې د مومندو د یوې ماشومې فرشتې تر وژنې وروسته په احتجاج کې د ګلالۍ اسماعیل د وینا پر غبرګون ورباندې پرچه دایره کړې او د نیولو هڅې یې کوي.

تر دې مخکې هم پولیسو د هغې پر کور چاپه وهلې وه.

په فبرورۍ کې هم پولیسو د پښتون ژغورنې غورځنګ یوه مخکښ غړي پروفیسر محمد ابراهیم ارمان لوڼي د وژنې په غبرګون په اسلام اباد کې د ګلالۍ اسماعیل په ګډون یو شمېر مظاهره کوونکي نیولي ول، خو بیا یې هغه خوشې کړه.

XS
SM
MD
LG