د لاسرسي ځای

تازه خبر

په روس کې چاودنې ۱۵مه کسان ټپیان کړي


په روسیه کې چاودنه: عکس له ارشیفه
په روسیه کې چاودنه: عکس له ارشیفه

انټرفاکس او تاس خبري اژانسونه خبر ورکوي چې د جون پر لومړۍ د مرکزي روسیې په (ژرژینسک) ښار ګوټي کې د چاودیدونکو توکیو په یوه کارخانه کې دننه د چاودنې له کبله لږ تر لږه ۱۵کسان ژوبل شوي دي.

روسي خبري اژانسونه د هېواد د بیړنیو خدمتونو د ادارې په حواله لیکي چې د همدې ودانۍ په یوه بله څنډه کې هم دوې نورې چاودنې شوي او یوه برخه یې نسکوره شوې هم ده.

د پېښې نور جزیات لا راروان دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG