د لاسرسي ځای

تازه خبر

چمن: پښتي سیمو کې د بدامنۍ پروړاندې د پي ټي اېم لاریون


چمن لاریون

پښتون ژغورنې غورځنګ نن د بلوچستان صوبې په پښتون میشته سیمه چمن کې لاریون وکړ. لاریونوالو په چمن او د بلوچستان په نورو پښتون میشتو سیمو کې د زیاتې شوې بدامنۍ پرضد او د امن په حق کې شعارونه ورکول.

د دوشنبې پر ورځ په چمن کې یوې بمي چاودنې یو تن وژلی او ۱۳ نور یې ژوبل کړي ول. همدا راز د اپرېل په ۱۲مه د کوټې په هزار ګنجي کې ځانمرګي برید ۲۰ کسان وژلي او ۴۸ نور یې ژوبل کړي ول. تر دې وړاندې په سنځاوۍ، پشین، کلا سېف الله او لورالایي کې د بدامنۍ پېښې شوي دي چې مرګ ژوبله یې اړولې ده.

لاریونوالو تور لګاوه چې د استخباراتي او امنیتي ادارو په سلا د پښتنو په سیمو کې د ګډوډۍ پېښې رامینځته کېږي.

د ډېوې خبریال نعمت الله سرحدي وایي په دغه لاریون کې د پي‌ ټي ایم په سلګونو کارکنانو برخه درلوده او د پوځ او بد امنۍ پرضد یې شعارونه ورکول. دی وايي لاریونوال د پي ټي اېم سپین او تور بېرغونه او په ترهګرۍ کې د وژل شویو پښتنو انځورونه په لاس د چمن ښارګوټي له بېلا بېلو واټونو/کوڅو تېر شول.

پر دې مهال د پي ټي ایم د مرکزي کمیټۍ غړي ملا بهرام خان له ډیوه راډیو سره په خبرو کې تور ولګولو چې د پښتنو په سیمو کې د ترهګرۍ په وروستيو بریدونو کې چارواکي لاس لري او مقصد یې دلته د ګډوډۍ په پیداکولو خپلې ګټې ترلاسه کړي.

هغه وویل په چمن کې چې کوم برید شوی هغه پخپله د ایف سي ځواکونو کړی او که چرې دوی په هغه برید کې لاس نه لرلی نو بیا دې د ځان سپینولو لپاره هلته د لګېدلو پټو څارونکیو کېمرو پیته یا ریکارډنګ ټولې دنیا ته ښکاره کړي.

د تیرې دوشنبې په ورځ د چمن پر مال روډ یوې بمي چاودنې یو تن وژلی او ۱۳نور یې ژوبل کړي ول.

ملا بهرام غوښتنه وکړه چې په چمن کې دشوي برید پلټنې باید دعدالتي کمیشن له لارې وکړل شي چې د ترهګرۍ په هغه پېښه کې د ککړو پته ولګېږي؟

دپي‌ ټي ایم یوه بل مخکښ عثمان ډیوه راډیو ته وویل چې بلوچستان کې د ګډوډۍ په وروستیو پېښو کې پخپله د پاکستان استخباراتي ادارې لاس لري او دوی نه غواړي چې پښتانه دې د امن په چاپېریال کې ژوند وکړي. احتجاجیانو ګواښ وکړ که چرې حکومت د پښتنو سیمو ته امنیت ورنه کړ نو په بلوچستان کې میشت پښتانه به خپل احتجاج نورهم وغځوي چې د هغې ټوله ذمه واري به د ریاست پرغاړه وي.

پي‌ ټي ایم د پښتنو په سیمو کې ترهګرۍ د پېښو ذمه واري په ریاستي ادارو اچوي خو پوځ او حکومتي چارواکي د پي‌ ټي ایم دغه تورونه په سختۍ سره ردوي او دریځ لري چې د ترهګرۍ پرضد جګړه کې په زرګونه امنیتي عسکر هم وژل شوي. په دې وروستیو کې د بلوچستان په پښتون میشتو کې ترهګریزه بریدونو په لسګونو پښتنو ته مرګ ژوبله اړولې.

د مشال ویډیوګانې، انځورونه

انځورونه، ویډیوګانې

سوات کې خوباڼۍ او الوچې پخې شوې
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:54 0:00
تفصیل...
XS
SM
MD
LG