د لاسرسي ځای

تازه خبر

د هند د پارلیماني ټاکنو وروستی پړاو روان دی


په هند کې د انتخاباتو بهیر د اپریل پر ۱۱ پیل شوی.
په هند کې د انتخاباتو بهیر د اپریل پر ۱۱ پیل شوی.

پراګ ـ د مې پر ۱۹ د هند په اتو ریاستونو کې د ۵۹ څوکیو لپاره رایې اچول کېږي چې د ځايي وخت سره سم به د مازیګر تر شپږو بجو جاري وي.

رویټرز خبري اژانس لیکي چې د هند د عامو انتخاباتو په دې اوومه او اخرۍ مرحله کې خوا و شا نهه کروړه خلک د رایو ورکولو جوګه دي.

د هند غربي بنګال ریاست په کلکته ښار کې هم خلکو په ګڼ شمېر کې د رایو اچولو مرکزونو مخې ته قطارونه جوړ کړي او خپلې رایې استعمالوي.

رویټرز لیکي، په دې لړ کې په کلکته او خوا و شا سیمو کې د امنیت لپاره ۵۷ زره پولیس والا ځای پر ځای کړل شوي خو تر اوسه د تشدد کومه بده پېښه نه ده رپورټ شوې.

تمه ده چې په کلکته کې د وزیراعظم نریندرا مودي د ګوند بهارتیا جنتا پارټۍ او اپوزیشن ګوندونو ترمنځ سخته مقابله وشي. په ځانګړي ډول کانګریس چې د انتخاباتو پر مهال یې په نورو ریاستونو کې کارکردګي ډېره ښه نه وه، په غربي بنګال کې به ترې د بهارتیا جنتا پارټۍ ګټه ګرانه وي.

د کمپاین پر مهال مودي راهول ګاندي ته [بې وقوف] او ګاندي بیا مودي ته [غل] ویلي.

بلخوا د فرانسې خبري اژانس لیکي، وزیر اعظم مودي پخپله د اتر پردیش ریاست بنارس ښار له یوې څوکۍ ولاړ دی او په دې ښار کې یې خپل انتخاباتي کمپاین ته ډېر وخت ورکړی وو.

نوموړي د پاکستان پر ضد د ویناوو په ورکولو هڅه کړې د خلکو زیاتې رایې خپلې کړي. مودي د هند تر انتظام لاندې په کشمیر کې په امنیتي ځواکونو د ځانمرګي برید وروسته په پاکستان کې د وسله والو په مرکزونو د هوايي بریدونو امر کړی وو.

خو ای اېف پي لیکي، د اپوزیشن کانګریس ګوند مشر راهول ګاندي په نریندرا مودي د ټولنې د ویشلو او اقتصاد ته پام نه کولو تورونه لګوي.

د انتخاباتي کمپاین پر مهال مودي راهول ګاندي ته [بې وقوف] او راهول ګاندي بیا مودي ته [غل] ویلي.

تاریخ پوه اسیت بېنرجي ای اېف پي ته ویلي، د سیاستوالانو یو بل پسې کنځلې کول ښيي چې په هند کې د سیاست معیار ډېر ښکته غورځېدلی دی.

دا راز ایسو سیيټيډ پریس لیکي چې نریندرا مودي د ۲۰۱۴م کال په عامو انتخاباتو کې د بنارس حلقه په دوه لکو ووټونو ګټلې وه او دا وار هم هڅه کوي چې له هغې کم ووټونه وانخلي.

د ای پي په وینا، د هند عام انتخابات د مودي د تېر پنځه کلن حکومت په اړه د ټولپوښتنې یا ریفرینډم په څېر دي. نوموړي په دې کمپاین کې د پاکستان مخالفه ویناوو ته ډېر زور ورکړی وو.

رویټرز لیکي، ممکنه ده چې د اپریل له ۱۱ شروع شوي د هند د عامو انتخاباتو په دې اوو مرحلو، له اوو اربو ډالرو زیات لګښت وشي.

دا راز دا د نړۍ تر ټولو ګران بیه انتخابات دي چې پکې زیاتره لګښت په سوشل میډیا یا ټولنیزو رسنیو شوی دی. په فېس بک د دروغو خبرونو د خورولو هڅې او تورونه هم لګول شوي دي. په دې کې هغه تصویر ډیر خپور کړل شوی چې پکې راهول ګاندي او نریندرا مودي د پاکستان له وزیراعظم عمران سره ډوډۍ خوري.

د ایسو شیټیډ پریس په وینا، د دغو انتخاباتو د رایو شمېر به د مې پر ۲۳ ترسره کیږي.

  • انځور سایز

    منور شاه

    منور شاه  له ۲۰۱۰ز کال راهيسې د مشال رېډیو همکار دی. هغه د تعلیم په هکله اوونيزه خپرونه روښانه مستقبل هم وړاندې کوي.  

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG