د لاسرسي ځای

تازه خبر

هند: د انتخاباتو شپږم پړاو کې خلکو رایې واچولې


د هند انتخابات
د هند انتخابات

پراګ ـ د مې پر ۱۲ د نوي ډیلي په شمول د شمالي هند د نورو برخو اوسېدونکو د هغه هېواد د عامو انتخاباتو په شپږم پړاو کې رایې واچولې.

اپوزيشن ګوندونه سره يو شوي چې د هند د وزيراعظمۍ پر څوکۍ د نريندرا مودي د دوهم ځلي کېناستو مخه ونيسي.

د هند دا عام انتخابات چې په ۳۹ ورځو کې به سر ته رسي، تر ۱۰۰ ميليونه زيات هندي وګړي جوګه دي چې په شپږم پړاو کې يې رایې واچوي.

د ټولټاکنو بهیر
د ټولټاکنو بهیر

دا ټاکنې به د روانې مې مياشتې پر ۱۹ پای ته ورسېږي او پر ۲۳ به د رايو شمېرنه وشي.

په نوي ډیلي کې ځينو رای اچوونکیو رويټرز اژانس ته ويلي، دوی به مودي ته د امنيت لپاره د هغه د سختې پالېسۍ له وجې رایې ورکړي.

ځينو شنونکو بيا ويلي چې د هند په روانو انتخاباتو کې به دا ځل سيمه ييز واړه ګوندونه مهم رول ولوبوی.

د هند د دوو لويو ګوندونو، بهارتيا جنتا پارټۍ (بي جی پي) او کانګرس مشرانو د انتخاباتي کمپاين پر مهال پر يوه بل پسې خولې پرانېستي او د درغلیو تورونه يې لګولي دي.

په ډیلي پوهنتون کې د سياسياتو استاد پوهاند اشوک اچاریا رويټرز اژانس ته ويلي، روان انتخاباتي کمپاين، پر ځای د دې چې د خلکو د مهمو ستونزو او د هغو د حل خبره پکې شوې وای، يوازې د ځينو سياسي شخصيتونو مدحې پکې ويل کېږي.

د کانګرس مشر راهول ګاندي هم د اتوار پر ورځ په نوي ډیلي کې خپله رایه وکاروله. نوموړی د هند په شمال او هم جنوب کې پر دوو حلقو انتخاباتو ته ولاړ دی.

ګاندي خبريالانو ته وويل، وزيراعظم مودي د کرکې او دوی د مينې پيغام ورکړی دی او ښکاري داسې چې مينه به وګټي.

پر هندي ټاکنو نظر لرونکو ايسوشيټډ پريس اژانس ته ويلي، بي جی پي لا هم په انتخاباتو کې مخکې ده، خو ښايي په پارلېمان کې يې د چوکيو شمېر کم شي.

وزيراعظم مودي د انتخاباتي کمپاين په خپلو ويناوو کې هندو ملتپالنې ته زياته هوا ورکړې. نوموړی پر خپل حريف جماعت کانګرس نيوکې کوي چې د پاکستان په اړه نرم دريځ لري.

د کانګرس مشر راهول ګاندي بیا د مودي حکومت لخوا د ۳۶ فرانسوي جنګي الوتکو اخيستل غندلي.

ګاندي مودي ته پر همدې موضوع د يوې ولسي مباحثې چيلنج هم ورکړی، چې په اړه يې مودي تر اوسه څه نه دي ويلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG