د لاسرسي ځای

تازه خبر

د هند ولس خپل استازي ټاکي


هند کې خلک د اووټ اچولو لپاره په قطارونه ولاړ دي
هند کې خلک د اووټ اچولو لپاره په قطارونه ولاړ دي

په هند کې د اپرېل پر ۱۱مه د عامو انتخاباتو بهیر پیل شوو کوم چې به د مې تر ۱۹مې نېټې په اووه پړاوونو کې ترسره کېږي.

د هند په پارلېمان کې ټولې ۵۴۳ چوکۍ دي د کومو لپاره چې به په ۱۸ریاستونو او دوو تر وفاق لاندې سیمو کې رایې اچول کېږي.

د هند په یو اعشاریه درې اربه ابادي کې شاوخوا ۹۰۰ میلیونه وګړي د رایو ورکولو جوګه دي.

ټاکل شوې ده چې د عامو انتخاباتو په دې لومړۍ پړاو کې به د ۹۱ پارلېماني چوکیو لپاره شاوخوا ۱۴۳ میلیونه وګړي رایې واچوي.

په دې انتخاباتو کې د اوسني وزیراعظم نریندر مودي ګوند بهارتیه جنته پارټۍ او د راهول ګاندهي په مشرۍ کانګریس ترمنځ د سختې مقابلې امکان ښودل شوی دی.

د بېلا بېلو اژانسو رپوټونه وايي، وزیر اعظم نریندر مودي هڅه کوي چې په پارلېمان کې اکثریت ترلاسه کړي او په دویم ځل د وزیر اعظم په توګه په واک کې پاتې شي.

د رویټرز اژانس په خپرو کړو ویډیوګانو کې لیدل کېږي چې په لوی شمېر نارینه او ښځینه رایې اچوونکي په قطارونو کې ولاړ دي.

یو کس یاد اژانس ته وویل: " له راتلونکي حکومت څخه مو هیله ده چې بې روزګاري به ختمه کړي، د هېواد امنیت به ښه کړي، سړکونه به ښه کړي او غربت به کم کړي او درغلۍ هم یو لویه مسله ده."

یو ځوانې نجلۍ له رویټرز اژانس سره په خبرو کې له راتلونکي حکومته د خپلو هیلو په اړه وویل: "د ځوانانو تر ټولو لویه مسله نوکرۍ دي. د دوی لپاره تر دې بله لویه مسله کېدای نشي. نوکرۍ تر ټولو لویه مسله ده."

اژانس لیکي چې په جمو کشمیر کې د وسله والو لخوا د اوو کسانو تر وژل کېدو وروسته د رایو اچولو پر مرکزونو امنیتي چارې لا پسې ټینګې شوي دي.

ټاکل شوې ده چې د نړۍ تر ټولو لوی جمهوریت د دې پراخو انتخاباتو نتیجې به د مې میاشتې پر ۲۳مه نېټه اعلان شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG