د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلوچستان کې پنځه زره کسان په اېډز اخته دي


په بلوچستان کې روغتیا چارواکي وايي چې په صوبه کې د اېډز ناروغي ډېره په چټکۍ سره خورېږي چې له کبله یې د اېډز وهلیو ناروغانو شمېره تر پنځو زرو اوښتې ده. دا څرګندونې دوی په پنجشنبه په کوټه ښار کې د اېډز مخنیوي ادارې له لوري د اګاهۍ غونډې پرمهال کولې.

په کوټه کې د اېډز مخنیوي ادارې مشر ډاکټر افضل خان زرکون د غونډې په څنګ له مشال راډیو سره په خبرو کې وویل چې دا مهال د اېډز ډېری ناروغان په کوټه او تربت کې دي.

نوموړي زیاته کړه چې په بلوچستان کې د اېډز ناروغانو دوه مرکزونه دي چې یو یې په کوټه او بل په تربت کې دی. دی زیاتوي چې په دغو دوو ځایونو کې د اېډز ناروغانو درملنه کېږي: ''دلته په کوټه کې راسره د اېډز ۸۳۰ ناروغان راجسټر دي چې هره میاشت دوایانې اخلي. او په تربت کې ۳۰۹ راجسټر ناروغان لرو یانې په دواړو مرکزونو کې راسره ۱۱۳۹ ناروغان دي. خو داسې کسان هم شته چې هغوی له خپلې ناروغۍ خبر نه دي. ځکه خو مو د اګاهۍ مهم پیل کړی دی. دا وخت تر ټولو زیات ناروغان په کوټه کې دي، له هغه پس په تربت کې، درېم نمبر کې پښین راځي. بیا په ژوب او شېراني کې د اېډز ناروغان لرو.''


ډاکټرافضل خان زیاته کړه چې زموږ په ټولنه کي د کېنسر او ژړي ناروغان خپله ناروغي ښيي خو له بده مرغه د اېډز ناروغان په خپله ناروغي شرمېږي. دی وايي چې د ایډز ناروغي یوازې له جنسي اړیکو نه بلکې د نشې لپاره له کاروونکیو ستنو هم تر خطرناکې کچې خپرېږي.

په کوټه کې د خیرښېګړې ادارې یوه مشر امان الله کاکړ هم د اېډز مخنیوي اګاهۍ غونډې پرمهال له مشال راډیو سره په خبرو کې وویل د اېډز ناروغي پر وخت تشخیص شي نو یې تر ډېره مخه نیول کېدلی شي. نوموړي پر ولس غږ وکړ چې د خپلې کورنۍ یوه ناروغ ته دې تل ازمویل شوې (ټېسټ شوې) وینه ولګوي. هر سړی دې خپله وینه ټېسټ کړي چې د اېچ ای وي وایرس پکې ولټول شي.

نوموړي زیاته کړه چې د اېډز ناروغان باید د خپلو داروګانو په خوړولو کې ناغېړي و نکړي. ځکه چې د دوا له خوړولو سره د اېډز وایرس په نور بدن کې غځونې نه شي کولی. او بل به د داروګانو له خوړلو سره ناروغ هم صحتمند وي.

دغه کارپوهانو پر ولس ږغ وکړ چې هغوی دې د ناروغۍ پرمهال پاکې ستنې لګوي. د حمام په دکان کې دې ناولي څیزونه نه کاروي. د دې ترڅنګ د غاښونو اېستلو پر وخت هم دې ډېر پام کوي. په بلوچستان کې د اېډز مخنیوي ادارې پر رسنیو ږغ وکړ چې له اېدزه دې د ولس اګاهۍ کې خپل کردار ادا کړي.

XS
SM
MD
LG