د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کې اېچ ای وي ناروغي په زیاتېدو ده


په پاکستان کې د ایچ ایوي اېډز شرح مالومولو په لړ کې ترسره شویو د یو سروې ترمخه چې په دې ملک کې د اېډز مرض په زیاتېدو دی.

د ۲۰۱۶-۱۷ کال دا سروې د پاکستان قامي اېډز کنټرول پروګرام د ملګرو ملتونو د اېډز مخنیوي څانګې او د ګلوبل فنډ په مرسته په درویشت ښارونو کې کړې ده.

د دې سروې ترمخه چې دا وخت پاکستان کې یو لاک او څه د پاسه درې دیرش زره خلک د اېډز نه متاثره دي.

د سروې په وینا چې د ټولو زیات د دې مرض ښکار ناروغان په پنجاب صوبه کې دي چې شمېر یې شپږ شپيته زره دی، ورپسې سیند صوبه کې څه کم اووه پنځوس زره، بلوچستان کې اووه زره او درې سوه اتلس او خیبر پښتونخوا کې درې زره دوه سوه ناروغان دي.

دا سروې زیاتوي چې د ایچ ایوي مرض زیات دسرنج په ذریعه د منشیاتو د استعمال له وجې خپریږي.

خو سروې دا هم وایچې د دې مرض خپریدو کې یو لامل جنسي اړیکې هم دي.

د دې سروې کولو په اړه د پاکستان اېډز کنټرول پروګرام مشر ډاکټر بصیر اڅکزی وايي، کله چې په یو ملک کې د یوې ناروغۍ په اړه پلان جوړېږي نو د هغې لپاره سم مالومات مهم وي نو دغه وجه ده چې د نړیوالو ادارو په مرسته مو دا سروې په لویو ښارونو کې ترسره کړه.

ډاکټر بصیر اڅکزی زیاتوي چې دوی د اېډز مخنیوي لپاره یوه نوې کړنلاره جوړه کړې چې په هغه کې دوی له ولس، غیر سرکاري ادارو او له بااثره خلکو سره د دې ناروغې د علاج په اړه خبرې کوي او د دې مرض په اړه مالومات خپرولو په اړه د هغوی مرسته ترلاسه کوي.

د پاکستان د اېډز کنټرول پروګرام ترمخه چې کال ۲۰۳۰ پورې د ایچ ای وي اېډز مرض ختمولو لپاره پرعزمه دی.

د ملګرو ملتونو په وینا دا سروې ښيي چې په پاکستان کې اېډز په خطرناک مرحله کې دی خو پاکستان دا توان لري چې د دې مخنیوي وکړي.

یوه خبر پاڼه د یادې ادارې مشر په حواله وایچې په نړۍ کې د ایچ ای وي اېډز په مرض کې کموالی راغلی خو دا په پاکستان کې سیوا شوی.

ډاکټر ممادو ساخو تجویز کړی چې د پولیو وایرس د مخنیوي غوندې پاکستان په دې مرض قابو موندلی شي.

XS
SM
MD
LG